له ارشیف څخه: یو کډوال د لېسبوس ټاپو په سکالا سیکامیاس ساحل کې. کرېډېټ: رویترز، کوستاس بالتاس، د مارچ ۶مه
له ارشیف څخه: یو کډوال د لېسبوس ټاپو په سکالا سیکامیاس ساحل کې. کرېډېټ: رویترز، کوستاس بالتاس، د مارچ ۶مه

د یونان د کډوالۍ وزارت پرون سه شنبه وویل چې د یونان لېسبوس ټاپو ته د دوو نويو رسېدونکو مهاجرو د کورونا ویروس ازموینې مثبتې دي. سرچینې زیاته کړې چې دغه کسان قرنطین شوي او له نورو مهاجرو سره تماس نه لري.

سرچینې رویترز ته ویلي چې دغه دوه مهاجر د مۍ میاشتې پر ۶مه لېسبوس ته رسېدلي دي. د مارچ له لومړۍ نېټې راهیسې هر هغه مهاجر چې لېسبوس ته رسېږي په یوه ودانۍ کې قرنطین کېږي او د کمپونو له اوسېدونکو سره تماس نه لري.

د اقتصادي ستونزو سره سره یونان توانېدلی چې تر دې دمه د کورونا ویروس د خپرېدو مخه ونیسي. تر تېرې سه شنبې پورې یونان کې د کورونا ویروس ۲۷۴۴ پېښې ثبت شوې وې او ۱۵۲ کسان ترې مړه شوي دي.

که څه د مۍ د ۴مې نېټې راهیسې د یونان ګرځبندیز کې نرمښت رامنځته شوی، خو د مهاجرو کمپونه د مۍ تر ۲۱ مې په قرنطین کې دي.

د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ ترمنځ په سلهاوو زرو مهاجرو او پناه غوښتونکو چې د جګړو او خرابو اقتصادي شرایطو څخه تښتېدلي ول لوېدیځو اروپايي هیوادونو ته د رسېدو په خاطر ځانونه یونان ته ورسول.

نن سبا د لېسبوس ټاپو په موریا کمپ کې تر ۱۷۵۰۰ کسان ژوند کوي. له دې وړاندې سازمانونو د دغو کسانو د ژوند د خرابو وضعیت په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.

 

نورې ليکنې