فیلاکیو کمپ. کرېډېټ: رویترز
فیلاکیو کمپ. کرېډېټ: رویترز

د رپوټونو په حواله پرون سه شنبه د یونان د یونان او ترکیې ګډې پولې ته نږدې د فیلاکیو کمپ اوسېدونکو د پناه غوښتنې سستې لړۍ پر وړاندې مظاهرې وکړې. یوناني پولیسو ویلي چې ۲۵ پناه غوښتونکي یې نیولي دي.

د فرانسې خبري اژانس د پولیسو د یوې سرچینې له قوله ویلي چې مظاهره کوونکو توشکونو ته اور واچاوه او پر پولیسو د ډبرو ګوزارونه یې وکړل.

پېښه کې څوک ټپی شوی نه دی. 

د یونان په فیلاکیو کمپ کې نږدې ۱۰۰ پناه غوښتونکي ژوند کوي چې په ډله کې یې کم سنه او بې سرپرسته کډوال هم دي. یاد مرکز کې ځینې داسې کسان هم دي چې له ۶ میاشتو راهیسې د خپلو دوسیو ارزولو ته انتظار کوي.

د تېرې فبرورۍ میاشت پر ۲۷مه د ترکیې د پولو تر پرانیستل کېدو وروسته یونان د پناه غوښتنې د راجسټرولو پروسه وځنډوله. دغه راز اپریل میاشت کې د کورونا ویروس د مخنیوي په خاطر نیول شویو تدابیرو د پناه غوښتنې ادارو کارونه له ځنډ سره مخ کړل. 

تر دې دمخه د بشري حقونو مدافع بنسټونو د یونان د پناه غوښتنې پر سیستم او همدا رنګه کمپونو کې د کډوالو د ژوند پر بدو شرایطو تنقیدونه کړي دی.

د یونان حکومت تېره جمعه یو نوی قانون تصویب کړ چې له مخې به یې د پناه غوښتنې د ارزولو پروسه چټکه کېږي، خو سازمانونه په دې اړه اندېښنې ښيي او وایي چې ممکن د دې قانون په پایله کې د مهاجرو حقونه تر پښو لاندې شي.

ټاکل شوې چې یونان راتلونکې جمعه د اروپایي شورا دوره یې ریاست پیل کړی. خو یادې شورا دې وروستیو کې یونان کې د پناه غوښتونکو او مهاجرو سره د بد چلند څخه شکایت کړی.

بل پول د یونان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال میلیادیس وادویتسیوتیس پرون سه شنبه په یوه ویډیو کنفرانس کې وویل چې دوی نه غواړي چې د خپل سیستم نیمګرتیاوې پتې کړي، خو د یاد سیستم د ښه کولو هڅه کوي. 

نوموړي زیاته کړې چې هیواد به یې د اروپایي شورا د ریاست پر مهال پر ډموکراسۍ، د قانون دولت او د بشري حقونو ساتنې ټینګار کوي.

 

نورې ليکنې