دا کډوال وایي چې د کروشیا پولیسو یې پر سر رنګ شیندلی دی. کرېډېټ: دي ار
دا کډوال وایي چې د کروشیا پولیسو یې پر سر رنګ شیندلی دی. کرېډېټ: دي ار

د رپوټونو په حواله د کروشیا پولیس پر دې تورن دي چې د هغو پناه غوښتونکو پر سرونه یې رنګ شیندلی دی کوم چې له بوسنیا څخه دغه هیواد ته د ورتګ لپاره هڅه کوي.

برتانوۍ ورځپاڼې ګارډین د ځینو هغو پناه غوښتونکو انځورونه موندلي چې د بشري حقونو مدافع بنسټونو له مخې کروشیایي چارواکو پر سرونه یې رنګ شیندلی دی. د یادو سازمانونو په حواله دا هغه کسان دي چې غوښتل یې له بوسنیا څخه کروشیا ته داخل شي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو سازمان د کروشیا حکومت څخه غوښتي چې د یادو ادعاوو پلټنه وکړي.

ګارډین د بوسنیا په ولیکا کلادوشا کې د ان کې کې خیریه سازمان او پوله کې د تاوتریخوالي د څار ډلې غړي جک ساپوچ له قوله ویلي چې کروشیايي پولیس غواړي د رنګ شیندلو له لارې له پولې څخه تېرودونکو مهاجرو او پناه غوښتونکو ته سپکاوی وکړي.  

نوموړي زیاته کړې، کروشیایي چارواکي یا غواړي چې هغه کسان په نښه او تحقیر کړي چې څو ځله یې له پولې د تېرېدو هڅې کړې او یا هم غواړي مهاجرو ته د رواني  له لحاظه زیان ورسوي.

د مۍ میاشتې پر ۶مه سرچینو د بوسنیا له پولجانا څخه ان کې کې ته خبر ورکړ چې له پولې څخه د کډوالو یوه ډله په شا تمبول شوې او پر سرونه یې نارنجي رنګ شیندل شوی دی. د دغو مهاجرو پیسې او موبایلونه هم غلا شوي وو. ځینو کسانو هم خپل بوټان له لاسه ورکړي ول.

د مۍ پر ۷مه د کډوالو یوې بلې ډلې چې له کروشیا څخه د ولیکا کلادوشا میرال کمپ ته ستنه شوې وه وویل چې  له هغوی سره هم ورته چلند شوی دی.

هره شپه د پناه غوښتونکو ډلې هڅه کوي چې د بوسنیا او کروشیا له ګډې پولې تر تېرېدو وروسته ځانونه کروشیا ته ورسوي. خو کروشیایي پولیس پوله کې ګزمه کوي.

تر دې دمخه رضاکاره مرستندویانو، ډاکټرانو، پوله ساتونکو او د ملګرو ملتونو چارواکو د مهاجرو د وهل ټکول او وژنې په تړاو رپوټونه ورکړي دي. په ځینو حالاتو کې هم د کډوالو ټول وسایل غلا شوي دي.

دا په داسې حال کې چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان له مهاجرو سره د کروشیایي پولیسو د تاوتریخجن چلند په اړه اندېښنه ښودلې ده.

ګارډین مرکزي اروپا کې د ملګرو ملتونو د عامه اړیکو سیمه ییز مسول زوران ستېوانویچ له قوله ویلي چې یاد سازمان تر دې دمخه د هغو کسانو د سترګو لیدلي حال ترلاسه کړي چې په ناقانونه توګه له کروشیا څخه بوسنیا، هرزه ګوین او صربستان ته اخراج شوي دي.

نوموړي زیاته کړې: «د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې له کروشیا څخه غوښتي چې د تاوتریخوالي په تړاو د مهاجرو د ټولو ادعاوو پلټنه وکړي او پوله کې د وضعیت د ارزولو لپاره یو خپلواک مکانیزم جوړ کړي.»

د تېر کال له سپټمبر میاشتې د روان کال تر جنورۍ پورې ملګرو ملتونو کروېشایي چارواکو ته له دغه هیواد څخه صربستان او بوسنیا ته د ۱۰۰ مهاجرو د ناقانونه ستنولو رپوټونه ورکړي دي.

خو ښاغلی ساپوچ وایي چې په تېرو دوو میاشتو کې یې لا هم پوله کې د تاوتریخجن چلند رپوټونه ترلاسه کړي دي.

نوموړی زیاتوي چې له مهاجرو سره تاوتریخجن چلند د کورونا ویروس ناروغۍ پر مهال د اندېښنې وړ دی.

تېره میاشت بوسنیایي چارواکو امر وکړ چې د کورونا ویروس ناروغۍ له کبله په زرګونو مهاجر د دې هیواد د لیپا کلي یو کمپ ته انتقال شي. یاد کمپ د کرشیا له پولې څخه ۲۵ کیلومتره فاصله لري.

 

نورې ليکنې