هر کال په زرګونو مهاجر د ایټالیا په کروندو کې کار کوي. کرېډېټ: رویترز
هر کال په زرګونو مهاجر د ایټالیا په کروندو کې کار کوي. کرېډېټ: رویترز

د ایټالیا حکومت پرون چهارشنبه وویل چې د کورونا ویروس کړکېچ پر مهال بهرني کارګرو ته د روغتیایي امکاناتو د برابرولو او همدارنګه د غیرقانوني کارونو د مخنیوي لپاره د کرنې او کورنیو چارو په برخو کې ناقانونه مهاجرو ته اسناد ورکوي.

کورونا ویروس ناروغۍ د ایټالیا اقتصاد زیانمن کړی. اوس دغه هیواد غواړي چې په سلهاوو زرو ناقانونه کارګرو ته د کرنې او کورنیو چارو په برخو کې اسناد ورکړي.

پرون چهارشنبه د مۍ میاشتې ۱۴مه د ایټالیا لومړي وزیر ګیزپ کونتې په یوه خبري غونډه کې وویل: «موږ د جرایمو پر ضد د مبارزې او د غیرقانوني کارونو د پای ته رسولو لپاره یو مهم تصمیم نیولی.»

نوموړي زیاته کړه چې د دې پرېکړې له مخې به کارګر مهاجر د کورونا ویروس کړکېچ پر مهال له روغتیایي خدماتو څخه برخمن کېږي.

هر کال په زرګونو افریقایي، بلغاریایي او رومانیایي کارګر د میوو او سابو د ټولولو لپاره ایټالیا ته ورځي. خو دوی د خپل کار په بدل کې لږ معاش ترلاسه کوي او په چټلو کمپونو کې ژوند تېروي. همدارنګه مافیایي ډلې ځینې کارګر استثماروي.

د ایټالیا حکومت د دې فرمان څخه هغه کسان ګټه پورته کولی شي چې د کرنې او یا کورنیو چارو په برخه کې کاري تجربه ولري. د حکومت فرمان کې دا هم راغلي چې د کارګرو د خوندیتوب او د دوی د اوسېدو ځای د پاکۍ لپاره باید بېړني تدابیر ونیول شي.

په همدې حال کې ځینو سازمانونو لکه اکسفام او مذهبي ټولنو دا اقدام د سلهاوو زرو بهرنیانو د حقونو د پېژندلو لپاره یو «ډېر مهم ګام» بللی دی. 

 

نورې ليکنې