په اندوکن کي د بې اسنادو کسانو د طبي مراقبت مرکز
په اندوکن کي د بې اسنادو کسانو د طبي مراقبت مرکز

فکر وکړئ چي د اخراجېدو له بيرې حتی په کرونا بحران کي ډاکټر ته نه سې تللای. مرستندويان د همداسي بې اسنادو مهاجرو سره د مرستو د بهتره کولو غوښتنه کوي.

د آلمان په هامبورګ ښار کي د دياکوني سازمان يو کلينيک چلوي. د اندوکن د سيمي په دغه کلينيک کي د بې اسنادو انسانانو سره طبي مرسته کيږي. خو د کرونا د نړيوالې وبا له کبله د مارچ مياشتې له نيمايي هر څه بدل سويدي.

له ياد کلينيک څخه يوه قابله مايکه جانسن وايي چي دغه مرکز ته يو سړی د خپلي ناروغي لور سره ورغلی ؤ. خو د کرونا بحران له کبله د دغه مرکز فعاليت درېدلی دی او له همدې کبله موجود ډاکټر له مرکز څخه دباندي په فاصله سره د دغه سړي او لور څخه بنيادي د روغتيا سره مل پوښتنې وکړې او بيا يې زيات کوښښ وکړ چي د دغه مرکز له پاره په رضاکارانه توګه کار کوونکو ډاکټرانو څخه يو پيدا کړي. خو هيڅوک نه سوای حاضرېدلای. دغه ډاکټر ته په تليفون وويل سول چي دغه سړی دي د خپلې لور سره د عامه روغتيا مرکز ته ولاړ سي. د دغې قابل په وينا سړی چي له اېټاليې څخه راغلی ؤ او اسناد يې نه لرل د خپلي ناروغي لور سره روان سو.

د وبا د لا خپرېدو ګواښونه
تيرېزا شتاين ميولر هم د اندوکن په سيمه کي د مېرمنو د ناروغيو متخصصه او اروا پوهه ده. هغه وايي چي په لوی احتمال به ياد سړی د اسنادو نه لرلو او له کبله د اخراج له ويري د عامه روغتيا مرکز ته نه وي تللی. د هغې په وينا که د دغه سړي لوی په کرونا اخته اوسېدلې وي، نو نه يوازي دا د دغې کورنۍ له پاره لوی ګواښ دی بلکه د نورو ټولو هغو کسانو سره چي د دغې کورنۍ سره په تماس کي راځي. د شتاين ميولر په وينا له دې کبله دا ډېره مهمه ده چي هغه امکانات پراخ کړل سي چي په ترڅ کي يې اسناد نه لرونکي کسان بېله دې چي هويت يې وپوښتل سي، درملنې ته لاسرسی ولري. د دغې کارپوهي په وينا دا نه يوازي د اړونده بې اسنادو کسانو له پاره ګټور کار دی بلکه د ټولو له پاره ځکه چي له دې لاري د وبا د لا خپرېدو مخه نيوله کيدلای سي.

دمګړی د هامبورګ د اندوکن په سيمه کي د بې اسنادو کسانو له پاره د طبي مراقبت خدمات ځنډول سوي دي او هلته څوک طبي مرسته نه سي ترلاسه کولای. پخوا به پر يو وخت په دغه مرکز کي د شلو او دېرشو کسانو تر منځ په چوکيو کي د طبي معاينې په انتظار ناست ول. خو اوس دلته صرف پنځه او شپږ کسان په فاصله ناست وي او دا هم هغه کسان دي چي بايد مخکي له مخکي يې وخت اخيستی وي. خو قابله مايکه جانسن بيره لري چي ښايي دغه مريضان نور هيڅ طبي مراقبت ترلاسه نه کړلای سي. هغه وايي چي په نورو مراکزو کي هم خدمات کم کړل سوي دي. په دې ترڅ کي د صحي بيمه نه لرونکو کسانو مراقبت کوونکي سازمان هم خپل خدمات تر تليفوني مشورې پوري محدوده کړي دي.

«د ټولو روغتيا دي وپالل سي»

د پيکوم په نوم د غيردولتي سازمانونو نړيوالۍ اتحاديې ويلي دي چي د بې اسناده انسانانو ډله دي له پامه نه غورځوله کيږي. دغه سازمان ويلي دي چي د کويد ۱۹ پاندمي د ټولنې په څنډو کي قرار لرونکو ډلو ته هم رسيږي او له دې کبله بايد «د ټولو د روغتيا پالنه بايد وسي.»

اټکل کيږي چي په آلمان کي د ۲۰۰ زرو او ۶۰۰ زرو تر منځ داسي انسانان شتون لري چي بې اسناده دي. د پيکوم اتحاديې په وينا دا هغه انسانان دي چي زموږ د زړو او ماشومانو مراقبت کوي، اپارتمانونه او دفترونه پاکوي، ډوډۍ راته پخوي او په ريستورانتونو کي راته ډوډۍ راوړي. د دغه سازمان په وينا له دغو څخه زيات انسانان کار کوي او که ناروغ هم وي له کار څخه نه پاته کيږي. دغې اتحاديې زياته کړې چي له دغو څخه اکثرو انسانانو د کرونا بحران له کبله خپل معاشونه له لاسه ورکړيدي. د روغتيا نړيوال سازمان هم ږغ کړی دی چي په خرابو حالاتو کي واقع انسانانو سره بايد مرسته وسي.

غير دولتي سازمانونه د «سمدلاسه اقداماتو» غوښتنه کوي

د بې اسنادو انسانانو له پاره د طبي مراقبت د اندوکن مرکز حکومت مسؤل ګڼي چي عملي اقدامات وکړي. د کرونا پاندمي په پيل کي رسمي تليفوني مشوره تقريبا صرف په آلماني ژبه موجوده وه. د مالتېزر مرستندويه سازمان له پاره کار کوونکی ډاکتر کلاوس والراف وايي چي زيات شمېر مرستندويه مراکز مجبوره سول چي يا خو په بشپړه توګه خپل کار ودروي او يا يې تر زياتي اندازې محدود کړي. 

ډاکټر والراف چي زيات عمر لري په خپله د کرونا د ګواښ سره مخامخ ډلې څخه دی او د هغه په وينا د رضاکارانه کار پر وخت دا هميشه ممکنه نه وي چي څوک له ناروغانو څخه اړينه فاصله وساتي. دا په داسي حال کي چي دغه ډاکټر د کرونا له بحران مخکي د دويسبورګ په ښار کي زيات شمېر بې اسناده ناروغان کتل. په هامبورګ کي د طبي مراقبت مرکز بېرته پرانستل سوی او د بعضو ناروغانو څخه د کرونا تيست له پاره سمپلونه هم اخلي.

تر ۴۰ څخه زياتو مرستندويه سازمانونو په مارچ مياشت کي د آلمان حکومت ته يو پرانستی ليک ولېږی چي پکښي د «سمدلاسه اقداماتو» غوښتنه سوې وه. په دغه پرانیستي ليک کي د آلمان له حکومت څخه غوښتنه سوې وه چي د کرونا ويروس د معاينې او درملنه بايد په بې نومه توګه هم ممکنه کړل سي او دا چي د بې اسنادو مهاجرينو معلومات چي د درملنې په ترڅ کي په لاس راغلي وي بايد و اړونده آلماني چارواکو (Ausländeramt) ته پر لېږد يې بايد بنديز ولګول سي.  خو د آلمان حکومت د دغه ليک جواب ورنکړ.

معاينه ممکنه ده خو د اخراج ګواښ ورسره مل دی

د آلمان ږغ د پوښتني په جواب کي د آلمان د کورنيو چارو وزارت ويلي دي چي په هغه اصولو کي د بدلون پلان نسته چي د آوسلېنډرامنټ چارواکو ته د خارجيانو د معلوماتو د ورکولو د مکفيت سره تړلي دي. د دغه وزارت وياندي استدلال کړی چي په آلمان کي د اړونده ډلې (بې اسنادو کسانو) درملنه که هغه د کويد ۱۹ سره هم تړلې وي، موجوده ده.
 
خو د نړۍ د ډاکټرانو په نوم سازمان څخه شټېفاني کيرشنر وايي چي د آلمان د پناه غوښتنې د قانون په ړنا کي د مهاجرو د کرونا د ټيسټ مصارف د دولت له خوا په غاړه اخيستل کيږي خو دا د اضطراري حالت په استثنی صرف په هغه صورت کي چي مهاجر مخکي له مخکي له سوسيال امټ يا ټولنيزو مرستو له ادارې څخه ځانګړی سند تر لاسه کړی وي. خو د سيال امټ چارواکي د §82 قانون له مخي مکلف دي چي د (Ausländeramt) چارواکو ته معلومات ورکړي او په دې توګه په وتلو  مکلف مهاجر د اخراج سره مخامخ کيدلای سي.

په دايمي ناروغيو اخته مهاجر

هغه مهاجر چي اسناد نه لري هغوی د کرونا په بحران کي له سره و بهر ته وتلو څخه بيره لري ځکه چي د دولتي چارواکو له خوا له کنټرول او پېژندل کېدو څخه اندېښنه لري. په بې اسنادو کسانو کي داسي کسان هم سته چي د اوږدمهالې يا دايمي ناروغۍ لکه شکري، فشار او داسي نور. که څه چي سازمونونه سته چي دا ډول ناروغان روغتونو ته معرفي کوي چيري چي د هغوی سره مرسته کيږي، خو د کرونا په بحران کي دغه ناروغان د سختو ستونزو سره مخامخ دي. د ميدي بيوروس په نوم د مرستندوی مراکزو جال د اپريل په مياشت کي د آلمان پر حکومت په يوه پرانیستي ليک سختي نيوکي کړي وې. ميدي بيوروس د صحي بيمه نه لرونکو کسانو د درملنې په صورت کي د مسؤليت له نه معين والي څخه شکايت کړی او دغه يې لويه بې غوري بللې ده. د دغه سازمان په وينا زيات دايمي ناروغان له دې کبله له درملنې پاته دي. دغه سازمان هم غوښتنه کړې چي له صحي بيمو څخه دي هغه مکلفيت ليري کړل سي چي بايد د مهاجرو په تړاو و (Ausländerbehörde) ته معلومات ورکړي.

په برلين کي له لږ وخت راهيسي دا امکان رامنځ ته سوی دی چي د يو مرکز له لوري د معرفي کېدو وروسته کسان کولای سي چي بېله د خپل هويت د څرګندولو د کورني ډاکټرانو څخه روغتيايي مراقبت ترلاسه کړي. د نړۍ له پاره د ډاکټرانو له سازمان څخه شټېفاني کيرشنر وايي چي البته د برلين په ياده اسانتيا سره ټولې ستونزي نه دي هواري سوي ځکه چي له يو اړخه اړونده ډاکټران ټولو دا ډول مريضانو ته په کافي اندازه امکانات نه لري او بله بل اړخه هغه مرکز چي دا ډول کسان ډاکټرانو ته معرفي کوي هم د اعتماد ستونزه لري.

منبع: آلمان ږغ آلماني
ليکونکې: اندريا کروناو
په لومړي خل د خپرېدنې نېټه: د ۲۰۲۰ کال د می ۱۲مه

 

نورې ليکنې