له يونان څخه و آلمان ته د انتقال پر وخت د ماشوم مهاجرو انځور
له يونان څخه و آلمان ته د انتقال پر وخت د ماشوم مهاجرو انځور

د پورتګال هيواد غواړي چي په يونان کي له مهاجر کمپونو څخه ۵۰۰ داسي کمسنه مهاجر ومني چي کورنۍ يې ورسره نه دي مل.

د مهاجرت له پاره د يونان وزارت د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د می ۱۴مه) وويل چي د پورتګال هيواد به د آژه سمندر په ختیځ کې د یوناني ټاپوګانو له مهاجر کمپونو څخه ۵۰۰ کمسنه مهاجر ومني. 

له دې مخکي آلمان او لوکزامبورګ د اپريل په نيمايي کي له يونان څخه دولس او ۴۷ کمسنه مهاجر اخيستي ول.

تېره شنبې بريتانيې د لومړي غير اروپايي اتحاديې د غړي هیواد په توګه ۱۶ ماشوم مهاجر له يونان څخه ومنل. سربستان هم غواړي چي ۵۰ داسي ماشوم مهاجر له يوناني مهاجر کمپونو څخه ومني چي کورنۍ يې ورسره ملګري نه دي. دا خبر په اتن کي د يونان د مهاجرت وزارت ورکړ.

اروپايي اتحاديه په پام کي لري چي شاوخوا ۱۶۰۰ کمسنه مهاجر د يونان څخه واخلي او د دغې اتحاديې په نورو غړو هيوادونو يې وويشي

د ماشوم مهاجرو د بل چيري ميشتولو د پروسې تر څنګ اتن نژدې هره ورځ په لسهاؤ مهاجر له ټاپوګانو څخه د يونان و وچي ته انتقالوي. دا په داسي حال کي ده چي د آژې په ختيځ کي واقع د ټاپوګانو په مهاجر کمپونو کي شاوخوا ۳۷۳۰۰ مهاجر ځای پرځای دي. دغه مهاجر کمپونه تر اندازې زيات ډک دي او پکښي وضعيت ډېر خراب دی ځکه چي په اصل کي په دغو مهاجر کمپونو کي صرف د ۷۰۰۰ انسانانو ځای سته.  خو وضعه ځکه د بهتره کېدو پر لور روانه ده ولي چي له دغو ټاپوګانو څخه و وچي ته د مهاجرو دانتقال پروسه ادامه لري.

په مارچ مياشته کي لا په دغو کمپونو کي تر ۴۲۰۰۰ څخه زيات مهاجر موجود ول چي اوس پکښي د شاوخوا ۴۷۰۰ کسانو کموالی راغلی دی.

 

نورې ليکنې