هنګري د څو کالو راهيسي د سربستان سره پر پوله دوه کانټنري کمپونه چلوي او پر چلولو يې ټينګار کوي.
د هنګري د پناه غوښتنې د قانون پر سر شخړه کي دغه هيواد يوه بله ماته وخوړه. اروپايي محکمې د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د می ۱۴مه) په خپله يوه پرېکړه کي د هنګري له خوا جوړ سوي ترانزيتي کمپونه زندانونه وبلل. دغه دوه کمپونه چي د سربستان سره پر پوله د پناه غوښتونکو له پاره د ترانزيتي کمپونو په نوم جوړ سوي دي پکښي له دغې پولي هنګري ته داخلېدونکي پناه غوښتونکي ساتل کيږي.
د محکمې په فيصله کي راغلي چي د ريوڅکه په کمپونو کي وضعيت د «آزادۍ د صلبولو سره يو شان» دي. دغې محکمې په نورو ټکو کي هم د هنګري هيواد د پناه غوښتنې پروسې وغندلې.
ياده محکمه د يوې عاجلې دعوا په ترڅ کي دغه فيصله اوروي چي د افغانستان او ايران سره تړاو لرونکو څلورو مهاجرو له خوا سوې وه. حقوقي دعوا کوونکي دغه مهاجر په دغو ترانزيتي کمپونو کي ساتل کيږي. د هنګري چارواکو د دغو مهاجرو د پناه غوښتنې په دې دليل ردي کړي وې چي هغوی له سربستان څخه هنګري ته داخل سوي ول. خو ګاونډی هيواد سربستان نه دی چي چمتو چي دغه پناه غوښتونکي بېرته ومني.
د اروپايي محکمې قاضيانو پر هنګري ږغ کړی دی چي په ترانزيت ساحه کي بايد د مهاجرو د پاته کېدو حد اکثر موده وټاکله سي. که څه چي اروپايي هيوادونه کولای سي چي پناه غوښتونکي په داسي يو کمپ کي و اوسېدو ته مجبور کړي خو بايد د څلورو اونيو په اوږدو کي يې د پناه غوښتنې په هکله فيصله وکړي. د محکمې د فيصلې له مخي له دې کبله په ترانزيت ساحه کي تر څلورو اونيو بايد په هيڅ صورت کي زيات وخت مهاجر ونه ساتل سي.
اروپايي محکمې د دې تر څنګ ويلي دي چي اړونده فيصلې بايد د محکمو له خوا وازمويل سي. د فيصلې له مخي ملي محکمه بايد د اړوند قوانينو د نه شتون باوجوده بايد ځان مسؤل اعلان کړي ولي چي د اتحاديې قانون لومړيتوب لري. د اروپايي محکمې د فيصلې له مخي که محکمه بيا ومومي چي پناه غوښتونکی بېله وړ دليل څخه په توقيف کي ساتل سوی نو بايد چي هغه سمدستي آزاد کړل سي.
د اروپايي محکمې له خوا د هنګري هغه اصول د اروپايي اتحاديې د قوانيو ضد بلل سوي دي چي له مخي يې د سربستان په شان مسؤن هيواد له لاري د راتلو په صورت کي د پناه غوښتونکو د پناه غوښتنه ردېدلای سي.