د یونان د کډوالو چارو وزیر نوتیس میتاراکیس ویلي چې په تېرو دوو میاشتو کې د پناه غوښتنې ۱۱۰۰۰ دوسیې رد شوې او دغه کسان به ترکیې ته وشړل شي. دا په داسې حال ده چې د یونان د کډوالو چارو ادارې تر دې دمه تړلې دي.
د یونان د کډوالو چارو وزیر نوتیس میتاراکیس د چهارشنبې په ورځ د مۍ میاشتې ۱۳مه یونانۍ راډیو اسکای ته ویلي چې په تېرو دوو میاشتو کې د ۱۱۰۰۰ پناه غوښتونکو دوسیې د کډوالۍ چارواکو له خوا رد شوې. نوموړي زیاته کړې: «دغه مهاجر باید ستانه شي. دا هغه مهمه مسله ده چې په اړه یې یونان په ۲۰۱۱ کې له اروپایي ټولنې سره خبرې وکړې.»
ده زیاته کړې چې د کورونا ویروس پر وړاندې د لګول شویو تدابیر د پای ته رسېدلو وروسته [ترکیې ته] به د مهاجرو د شړلو لړۍ پیل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د یونان د کډوالو چارو ادارې د مارچ میاشتې له ۱۳مې راهیسې د مهاجرو پر مخ تړلې دي او تر اوسه یې په مارچ او اپریل میاشتو کې د منل او رد شویو مهاجرو رسمي شمېر نه دی اعلان کړی.
د ښاغلي میتاراکیس په حواله تېره اپریل میاشت یوناني چارواکو د ۱۶۰۰۰ مهاجرو د پناه غوښتنو دوسیې ثبت کړې دي چې د پخوا پرتله ۴ چنده زیاتوالی ښيي.
محدودیتونه
د روانې مۍ میاشتې په ۸مه د یونان حکومت یو نوی قانون تصویب کړ چې له مخې به د پناه غوښتنو د ارزولو پروسه چټکه کېږي. دغه راز مهاجر د منفي ځواب له ترلاسه کولو وروسته نیول کېږي او له یونانه څخه یې د اخراج پروسه پیلېږي.
تېره مارچ میاشت د ترکیې د پولو تر پرانیستل کېدو وروسته زیاتو مهاجرو ځانونه یونان ته ورسول. یوناني چارواکو د کډوالو د څپې د مخنیوي لپاره د یوې میاشتې لپاره د پناه غوښتنې چارې وځنډولې.