فیلاکیو کمپ. کرېډېټ: رویترز
فیلاکیو کمپ. کرېډېټ: رویترز

د یونان یوې قضایي سرچینې ویلي چې پرون پنجشنبه د مۍ میاشتې ۱۴مه دوه افغان پناه غوښتونکي د یونان د شمالي سیمې فیلاکیو کمپ کې د سه شنبې ورځې د تاوتریخجنو مظاهرو په تور په ۶ کاله او ۸ میاشتې بند محکوم شوي دي.

تېره سه شنبه د یونان او ترکیې ګډې پولې ته نږدې د فیلاکیو کمپ اوسېدونکو د پناه غوښتنې سستې لړۍ پر وړاندې وکړې. د یونان د پولیسو د یوې سرچینې په حواله مظاهره کوونکو توشکونو ته اور واچاوه او پر پولیسو د ډبرو ګوزارونه یې وکړل.

د یونان د ارېستیادا جزایي محکمې دغه افغان مهاجر، چې یو یې ۲۲ او بل یې ۲۳ کلن دی، د کمپ د کارکوونکي پر وړاندې تاوتریخوالي، عامه نظم ته د زیان رسولو او دغه راز د ناقانونه وسلو د لرلو او استفاده کولو په جرم په بند محکوم کړي دي.

پرونۍ محاکمه کې پولیسو شاهدي ورکړه چې د سه شنبې مظاهراتو پر مهال ګڼو کسانو پر دوی د پېچ تاوو، تېغونو او ان د تبرونو ګوزارونه کړي دي.

پولیسو دغه راز د کم سنه مهاجرو په ګډون د مظاهره کوونکو له ډلې څخه ۲۶ تنه نور پناه غوښتونکي هم نیولي دي. ټاکل شوې ده چې دوی په راتلونکو اونیو کې محاکمه شي.  

دغو پناه غوښتونکو د یونان د پناه غوښتنې پروسې پر وړاندې مظاهرې کړې وې او غوښتل یې چې یاده لړۍ باید چټکه شي. د هغوی له ډلې څخه ځینې کسان له ۶ میاشتو راهیسې د خپلو دوسیو ارزولو ته انتظار کوي.

د فبرورۍ میاشتې پر ۲۷مه د ترکیې د اروپایي پولو تر پرانیستل کېدو وروسته د یونان حکومت پرېکړه وکړه چې د یوې میاشتې له پاره د پناه غوښتنې پروسه وځنډوي.

دغه راز اپریل میاشت کې د کورونا ویروس د ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره لګول شویو بندیزونو د یونان د پناه غوښتنې ادارو کارونه له ځنډ سره مخ کړل.

تر دې دمخه د مهاجرو حقونو ګڼو مدافع بنسټونو د یونان پر پناه غوښتنې سیستم او همدارنګه د مهاجرو ډکو کمپونو کې پر خورا سختو شرایطو تنقیدونه کړي دي.

 

نورې ليکنې