د ژغورنې واسکټونه. کرېډېټ: رویترز
د ژغورنې واسکټونه. کرېډېټ: رویترز

د مهاجرو د حقونو د دفاع بنسټونه وایي چې په داسې حال کې اروپا خپل بندرونه تړلي او مدیترانه کې د کډوالو ژغورونکې کښتۍ نشته، یاد سمندر به اروپا ته د را تلونکو مهاجرو لپاره د یوې پټې «تراژیدۍ» پر ډګر بدلېدلی شي.

له تېرې اونۍ راهیسې مدیترانې کې د ژغورنې عملیات پای ته رسېدلي. د ایټالیا ساحلي ځواکونو الان کردي او ایتا ماري ژغورونکې کښتۍ د «تخنیکي» ستونزو له کبله درولې دي، خو د دغو دواړو کښتیو مسولین وایي چې ایټالوي چارواکو دا کار یوازې د «ژغورنې عملیاتو د ګډوډولو لپاره» کړی دی.

په تېرو دوو میاشتو کې د کورونا ویروس له امله د لګول شویو بندیزونو سربېره ځینې مهاجر وکولی شول چې ځانونه یې اروپا ته ورسوي. د بېلګې په توګه تېره اونۍ ۷۹ مهاجر د ایټالیا په یوه بندر کې ښکته کړل شول.

خو اوس د کډوالۍ نړیواله اداره په یوه خبرپاڼه کې وایي چې مدیترانه کې د ژغورونکو کښتیو د نشتوالي له کبله ښایي د بېړیو د ډوبېدو پېښې رامنځ ته شي، خو څوک ترې خبر نه وي.      

له جنورۍ راهیسې مدیترانه کې ۱۷۹ مهاجر مړه شوي   

په ورته وخت کې د مرکزي مدیترانې لپاره د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې ځانګړي استازي ونسان کوشتل د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې که چېرې په مدیترانه کې د کډوالو ژغورونکې کښتۍ نه وي او اروپایي هیوادونه د ژغورل شویو مهاجرو د منلو ډډه وکړي نو وضعیت به ډېر خراب شي.

د نوموړي په حواله د روان کال د جنورۍ میاشتې راهیسې مدیترانه کې ۱۷۹ تنه مړه شوي دي.

نوموړي زیاته کړې چې د روان کال له جنورۍ تر اپریل پورې له لیبیا څخه اروپا ته د مهاجرو د راتګ په کچه د تېر کال د همدې مودې پرتله ۲۹۰ سلنه او له تونس څخه ۱۵۶ سلنه زیاتوالی راغلی.

د فرانسې خبري اژانس د ښاغلي کوښتل له قوله ویلي: «که په سمندر کې کښتۍ وي که نه وي، دا له سمندر څخه د مهاجرو د تېرېدو پر تصمیم اغېز نه لري.»

د نوموړي په حواله لیبیا کې د ګرځبندیز له کبله ۷۵ سلنه مهاجرو خپل کارونه له لاسه ورکړي دي او دا د مهاجرو د ناامېدۍ لامل ګرځېدلی شي.  

بل پلو د اس او اس مدیترانې سازمان عمومې مشرې سوفي بو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې د ژغورونکو کښتیو نیول مشکوک دي. اس او اس مدیترانې د ژغورونکې کښتۍ اوشېن وایکنګ مسولیت په غاړه لري. آغلې سوفي زیاته کړې چې د ایټالوي چارواکو له خوا د سازمانونو د «مجرم بللو» سربېره اوشېن وایکنګ ډېر ژر مدیترانه کې خپل فعالیتونه بیا پیلوي.

هغې زیاته کړې چې د کښتیو نیول د نړیوالو سمندري قوانینو خلاف کار دی ځکه چې د یادو قوانینو له مخې سمندر کې له ټولو هغو کسانو سره باید مرسته وشي چې له ستونزو سره مخ دي. د نوموړې په حواله اوس چې په مدیترانه کې عیني شاهدان نشته، د اوسنۍ تراژیدۍ په اړه هم کافي معلومات په لاس کې نه دي.

په همدې حال کې د مهاجرو نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې مرکزي مدیترانه تر ټولو خطرناکه سمندري لاره ده او په اوسني حالت کې د کښتیو د ډوبېدو امکان شته، خو ممکن چې څوک ترې خبر نه وي.      

د ډوبېدو پېشې او د مکانیزم نشتوالی

د اس او اس مدیترانې عمومي مشرې زیاته کړې چې: «اوسنی وضعیت پیچلی دی او موږ ډېرې ستونزې لرو. د کورونا ویروس مخنیوی، د بندرونو او پولو تړل... او دغه راز د ګډ مکانیزم نشتوالی.»

نوموړې د اروپایي هیوادونو تر منځ د مهاجرو د وېشلو موافقې ته اشاره کړې چې تر اوسه نهایي شوې نه ده.

د فرانسې خبري اژانس د ایټالیا، اسپانیا، المان او  فرانسې د کورنیو چارو وزیرانو له خوا اروپایي شورا ته د یو استول شوي لیک له مخې وایي چې دغو هیوادونو سمندر کې د «لټون او ژغورنې» په هکله د «ملاتړ مکانیزم» د جوړولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې په اوسني وضعیت کې یوازې ځینې هیوادونه د مهاجرت بار وړي.

دا په داسې حال کې ده چې نن سبا له مدیترانې څخه ژغورل شوي ۱۶۲ مهاجر پر دوو توریستي کښتیو سپاره دي او اروپایي بندرونو ته د ښکته کېدو اجازې ترلاسه کولو ته انتظار کوي.

 

نورې ليکنې