له ارشیف څخه: د صربستان سرتېرې. کرېډېټ: پیکچر الاینز/جرجلي کېلمن
له ارشیف څخه: د صربستان سرتېرې. کرېډېټ: پیکچر الاینز/جرجلي کېلمن

د رپوټونو په حواله صربستان له کروېشیا سره ګډې پولې ته سرتېري استولي دي. یاده سیمه کې په سلهاوو هغه مهاجر ایسار پاتې دي کوم چې غواړي ځانونه اروپایي ټولنې ته ورسوي.

د صربستان د دفاع وزارت تېره شنبه وویل چې د دې هیواد ولسمشر الکساندر ووچیچ سوېلي ښار سید ته نږدې د ځایي اوسېدونکو د امنیت د ټینګولو لپاره د مهاجرو ۳ کمپونو ته سرتېري استولي. دغو درې واړو کمپونو کې شاوخوا ۱۵۰۰ سوریایان، افغانان او پاکستانیان ژوند کوي.

ښاغلي ووچیچ ویلي چې سرتېري به د ځایي اوسېدونکو د امنیت لپاره دغې سیمې ته استول شوي دي. د نوموړي په حواله ځایي اوسېدونکي ادعا کوي چې دوی د مهاجرو له خوا ځورول شوي دي. 

ښاغلي ووچیچ د پروا په نامه یوې ځایي رسنۍ ته ویلي چې د مۍ میاشتې په پیل کې د ګرځبندیز تر پای ته رسېدو وروسته یاد مهاجرو له کمپونو څخه وتلي، تخلفونه یې کړي او یا هم په ناقانونه توګه د خلکو کورونو ته ننوتلي.

صربستان حکومت د تېرې مارچ میاشت په ۱۸مه ویلي وو چې په دولتي مرکزونو کې مېشت کډوال او پناه غوښتونکي د ځانګړي اجازه لیک د نه لرلو په صورت کې له دغو مرکزونو څخه د وتلو اجازه نه لري. 

نوموړي زیاته کړې چې د سیمې اوسېدونکي ځان خوندي نه بولي.

د افراطي ډلو پلویان د یادو کمپونو مخ ته په منظمه توګه د مهاجرو پر وړاندې لاریونونه کوي.

صربستان بالکان مسیر کې پروت دی او نن سبا نږدې ۴۰۰۰ مهاجر پکې ایسار پاتې دي.  

 

نورې ليکنې