له ارشیف څخه: د یونان په لېسبوس ټاپو کې کب نیوونکي له نویو رسېدلو کډوالو سره مرسته کوي. کرېډېټ: اي پي اې، اریستیس پناګیوتو
له ارشیف څخه: د یونان په لېسبوس ټاپو کې کب نیوونکي له نویو رسېدلو کډوالو سره مرسته کوي. کرېډېټ: اي پي اې، اریستیس پناګیوتو

د یونان د ځایي رسنیو په حواله پرون یکشنبه د مۍ میاشتې ۱۷مه د یونان د لېسبوس ټاپو شمال ختیځ تسونیا ساحل ته ۳۶ مهاجر رسېدلي دي.

د کورونا ویروس پر ضد د بندیزونو او د سمندري سفر د ګواښونو سربېره لا هم مهاجر له ترکیې څخه یونان ته د ورتګ لپاره هڅه کوي. د یونان د ځایي سرچینو په حواله پرون یکشنبه د مۍ میاشتې ۱۷مه ۳۶ کډوالو د اژې سمندر له لارې ځانونه لېسبوس ټاپو ته رسولي دي.

 سرچینې زیاته کړې چې دغه مهاجر افغانان او افریقایان دي.

که څه هم اوس یاد کسان د کورونا ویروس د ازموینې د ترسره کولو لپاره تسونیا بندر کې شوي، خو ټاکل شوې چې دوی د قرنطین د تېرولو لپاره د لېسبوس شمالي مېګالا تېرما سیمې ته واستول شي. 

د اپریل میاشتې له پیله د مۍ میاشتې تر لومړیو ورځو پورې د مهاجرو او پناه غوښتونکو یوازې یوه کښتی لېسبوس ته رسېدلې وه.

دا په داسې حال کې ده چې د یونان د کډوالو چارو وزیر نوتیس میتاراکیس د تېرې چهارشنبې په ورځ یونانۍ راډیو اسکای ته ویلي وو چې په تېرو دوو میاشتو کې د ۱۱۰۰۰ پناه غوښتونکو دوسیې د کډوالۍ چارواکو له خوا رد شوې او دغه مهاجر باید له یونانه ستانه شي. 

 

نورې ليکنې