مانش کانال کې د برتانیا ګزمه کوونکې کښتۍ. کرېډېټ:  پېکچر الاینز
مانش کانال کې د برتانیا ګزمه کوونکې کښتۍ. کرېډېټ: پېکچر الاینز

د رپوټونو په حواله فرانسوي چارواکو تېره شنبه او یکشنبه مانش کانال کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۰ مهاجر ژغورلي. بل پلو برتانوي چارواکي وایي چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې کنت ښار ته د رسېدلو ماشومانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی.

د فرانسې د شمالي سمندر او مانش کانال قومندانۍ په حواله  د دغه هیواد ساحلي ګزمه کوونکو پرون یکشنبه د مۍ ۱۷مه ګري – نې دماغه کې ۱۳ کسان ژغورلي دي. ژغورونکو یاد مهاجر بولونی - سور - مېر سیمې ته انتقال کړي دي. 

[#Opération] Sauvetage de 13 migrants au large du Cap Gris-Nez par le patrouilleur garde-côtes Jacques Oudart Fourmentin de la @douane_france 

دا په داسې حال کې ده چې د شنبې ورځې په سهار  د فرانسې ساحلي ځواکونو د کالې په اوبو کې د ښځو، کمسنه کسانو او یو دوه کلن ماشوم په ګډون نږدې ۲۰ مهاجر ژغورلي ول. دغو مهاجرو چې کانال کې یې کښتۍ له کاره لوېدلې وه غوښتل چې برتانیا ته ولاړ شي. 

کنت ښار ته د کمسنه مهاجرو شمېر لوړ شوی

بل لور ته د بي بي سي د یو رپوټ له مخې د برتانیا کنت شورا مشر ویلي چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې دغه ښار ته د داخلېدونکو کمسنه کسانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.

ښاغلي راجر ګو ویلي چې له یو کال راهیسې کنت کې د کمسنه پناه غوښتونکي شمېر دوه چنده شوی دی.

د نوموړي په حواله د کورونا ویروس له امله یاد مهاجر اوس په لاریو کې نه بلکې په کښتیو کې برتانیا ته د ورتګ لپاره هڅه کوي.

ښاغلي ګو زیاته کړې چې په تېرې شنبې او یکشنبې ورځو نږدې ۲۰ ماشومان په کوچنیو بېړیو کې برتانیا ته رسېدلي دي.

کمسنه پناه غوښتونکي کنت ته تر رسېدو وروسته د کنت شورا ته سپارل کېږي.

د ۲۰۲۰ د اپریل میاشتې په پای کې کنت شورا کې ۴۵۰ کمسنه پناه غوښتونکي ثبت شوي ول چې د تېر کال د همدې مودې پرتله دوه چنده زیاتوالی ښيي.  

بل پلو بي بي سي د فرانسې په شمالي سیمه کالې کې د رضاکارو سازمانونو له قوله ویلي چې د کورونا ویروس کړکېچ پر مهال کمپونو کې حالات نور هم خراب شوي دي. 

د کالې ۴ کېر رضاکارې تیا بوش بي بي سي ته ویلي چې نن سبا کاله کې ۱۰۰ تر ۲۰۰ ماشومان ژوند کوي. د نوموړې په حواله وضعیت دومره خراب شوی چې دغه کسان غواړي د اوسني کړکېچ او د ګواښونو سربېره برتانیا ته ولاړ شي.

 

نورې ليکنې