یو مهاجر د بې سرحده ډاکټرانو په کلینیک کې. کرېډېټ: د بې سرحده ډاکټرانو سازمان، ۲۰۱۷
یو مهاجر د بې سرحده ډاکټرانو په کلینیک کې. کرېډېټ: د بې سرحده ډاکټرانو سازمان، ۲۰۱۷

د مۍ میاشتې پر ۱۱مه فرانسه کې د ګرځبندیز تر پای ته رسېدو ورووسته ځینو روغتیایي ادارو بېرته خپل فعالیتونه پیل کړي دي. کډوال نیوز معلومات ورکوي.

که څه هم درملنې ته د لاسرسۍ څانګو یا د پاس (PASS) چارې د ګرځبندیز پر مهال له ځنډ سره مخ شوې وې، خو د مۍ میاشتې راهیسې یادو څانګو بېرته خپل فعالیتونه پیل کړي دي. دغو ادارو کې د کورونا ویروس د خپرېدا د مخنیوي لپاره لازمي تدابیر مراعات کېږي او اکثره وختونه ډاکټران د ویډیو کنفرانس له لارې له ناروغانو سره ګوري. دا په داسې حال کې چې د فرانسې د روغتیا او ملاتړ وزارت دغه هیواد کې د جولای میاشتې تر ۲۴مه د روغتیا د بېړني حالت اعلان کړی دی.

د پاریس د کوشن روغتون، د پواسي روغتون او کرېتل کې د هانري ماندور روغتون د پاس څانګې د مۍ میاشتې له ۱۵مې نېټې راهیسې تړلې دي. که څه هم د ایل دو فرانس نورې څانګې پرانیستې دي، خو د روغتیا د سیمه ییز اژانس (ASR) په حواله یوازې مرکه لرونکي کسان دغو څانګو ته مراجعه کولی شي.

ښه به دا وي چې تاسو یادو څانګو ته تر ورتګ مخکې لومړی د تېلېفون له لارې له هغوی سره تماس ونیسي.

د روغتیا سیمه ییز اژانس له مخې «زیان منونکي خلک» هغه کسان دي چې په ویروسونو د اخته کېدو ګواښ سره مخ دي. د یادې ادارې په حواله د پاس څانګې باید د دغو کسانو پر مخ پرانیستې وي، تر څو دوی د ناروغۍ د نښو د لرلو په صورت کې یادو ادارو ته مراجعه وکړي. د مارچ میاشتې په ۲۴مه د عمومي ډاکټرانو ملي کالج د روغتیایي ادارو د کارونو د ځنډېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه. یاد کالج په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو چې د روغتیایي فعالیتونو او معاینو د نشتوالي په صورت کې ښایي د هغو کسانو د بستري کېدو او دغه راز د مړېنو کچه لوړه شي کوم چې په کورونا ویروس نه دي اخته.

د کورونا پېښې کمې دي

د روغتیایي سازمانونو په حواله ډېری وختونه مهاجر معلوماتو ته د نه لاسرسۍ له کبله له روغتیایي ستونزو سره مخ وي. فرانسه کې د بې سرحده ډاکټرانو سازمان د ماموریت مشره کورین تور کډوال نیوز ته وایي: «موږ په بېړنیو حالاتو کې د مهاجرو د هرکلي په مراکزو کې د کووید ۱۹ ماموریت په چوکاټ کې خپل فعالیتونه ترسره کوو. ډېری وختونه مهاجر په سمه توګه د ګرځبندیز قواعدو او دغه راز د عامو ادارو د بیا پرانیستل کېدو په اړه کافي معلومات نه لري.» د دغه سازمان مرکز په پانتن سیمه کې پرانیستی دی خو د کارکوونکو شمېر یې کم شوی دی.

خو د آغلې کورین تور په حواله د یاد سازمان د نورو فعالیتونو کچه ټیټه نه بلکې لوړه شوې ځکه چې له څو اونیو راهیسې یوازې دا سازمان په سړکونو او همدارنګه د مهاجرو په ګډو کورونو کې اړمنو کسانو ته روغتیایي مرستې برابروي. آغلې تور زیاته کړې چې سیار کلینیکونه یې په اونۍ کې ۵ ځله سړکونو او همدارنګه د مهاجرو په ګډو کورونو کې روغتیایي فعالیتونه ترسره کوي.

بل پلو د نړیوالو ډاکټرانو (MdM) سیار کلینیک هم د ګرځبندیز راهیسې خپل فعالیتونه نه دي درولي. ایل دو فرانس کې د یاد سازمان د روغتیایي پروګرامونو مشر لوی باردا وایي: «موږ په اونۍ کې درې ځله سړکونو ته ورځو. خو اوس یوازې په یو ځانګړی ځای کې نه درېږو. هر ځل ۵ او یا ۶ ځایونو ته  ورځو.» یاد کلینیک کې یو ډاکټر، دواګانې او ژباړونکي هم شته. د نړیوالو ډاکټرانو سازمان له مخې د پاریس د شمالي سیمې په کمپونو کې لا هم نږدې ۲۰۰ مهاجر ژوند کوي. یادو کمپونو کې د ګرځبندیز له پیله راهیسې د کورونا ویروس یوازې ۴ مشکوکې پېښې لیدل شوې دي.

ښاغلی باردا وایي: «موږ په معموله توګه له داسې ناروغانو سره مخ یو چې د خراب روغتیایي حالت او اوبو د نشتوالي له کبله ناروغ شوي، ځینې کسان د ککړې هوا له امله د سا اخیستلو ستونزې لري او یا هم د خرابو خواړو د خوړلو له کبله د هاضمې ستونزې سره مخ شوي دي.»

دغه سازمان او ځینې نورې ټولنې له درې میاشتو راهیسې له چارواکو څخه غوښتنه کوي چې د پاریس اوبرویلیه سیمه کې تشنابونه او د اوبو نلونه جوړ کړي.

دا په داسې حال کې چې فرانسوي چارواکو د اپریل په ۷ او ۱۵مه او د مې په ۸مه د مهاجرو د کمپونو د تخلیې عملیاتونه ترسره کړل خو تر اوسه هم زیات شمېر مهاجر په سړکونو کې ایسار پاتې دي.

د مۍ میاشتې له ۱۱مې راهیسې یاد سازمانونه اندېښنې ښيي چې ښایي وضعیت نور هم خراب شي، د مهاجرو نور کمپونه هم تخلیه شي او یا کډوال د ماسک د نه لرلو په خاطر جرمانه شي.

ښاغلی باردا وایي چې مهاجر د ماسک په شان لازمي شیانو ته لاسرسی نه لري. تر دې دمه د نړیوالو ډاکټرانو سازمان یوازې هغو ناروغانو ته ماسکونه ورکړي دي کوم چې له سیار کلینیکه تر وتلو وروسته روغتونو ته ځي. خو ښاغلی باردا وایي چې نورو کسانو ته ماسک ورکول مشکل کار دي.

رواني ناروغي

سازمانونه دغه راز د رواني ناروغیو په اړه اندېښنه څرګندوي. د نړیوالو ډاکټرانو رواني څانګه چې د پاریس په ۱۲مه ناحیه کې موقعیت لري د مارچ له ۱۶مې راهیسې تړلې ده. شاغلي لوی باردا وایي چې دوی له ځینو ناروغانو سره د ټېلېفون له لارې خبرې کوي، خو کیفیت یې ښه نه دی. د نوموړي په حواله نویو ناروغانو ته د مرکې وخت نه ورکول کېږي. ښاغلی باردا زیاتوي چې په اوسني وضعیت کې چې پولیس پر مهاجرو فشار راوړي او د کمپونو د تخلیې ګواښ شته، له بده مرغه رواني ناروغي لومړیتوب نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د رواني ناروغیو سیاره ډله (EMPP) لا هم خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي. د پاریس د ۱۴مې ناحیې د مرکز – لویدیځې، د سوېلي بنیو سیمې، او د کوردې د نوی – سور – مېر د رواني ناروغیو سیارو ډلو د روغتیا سیمه ییز اژانس ته ویلي چې دوی خپل فعالیتونه پیل کړي دي. دغه راز د پاریس (سن ان)، اتام او ویل – اوارد دیاپوزوم د پاس څانګې د تېلېفون له لارې له ناروغانو سره ګوري. یوازې نانتر سیمه کې د مکسیم فورستیې پاس وایي چې په عادي توګه فعالیت کوي.

دا په داسې حال کې چې د روغتیا او ملاتړ وزارت کډوال نیوز ته ویلي چې دوی اوس د یادو ادارو د نرمال فعالیتونو د بېرته پیل کېدو په اړه څه نه شي ویلی.

عملي معلومات

  • د بې سرحده ډاکټرانو سیار کلنیک: په اونۍ کې ۵ ځله: دوشنبه (د سازمانونو د غوښتنو پر بنسټ په مختلفو ځایونو کې)، سه شنبه (پورت دو لا ویلت)، چهارشنبه (Goutte d'Or Eglise Saint-Bernard د پاریس په ۱۸مه ناحیه کې)، پنجشنبه ( Grands Voisins د پاریس په ۱۴مه ناحیه کې) او جمعه ( Carreau du temple). 
  • پانتن کې د بې سرحده ډاکټرانو مرکز:  101 bis avenue Jeqn Lolive, 93500 Pantin دوشنبه سه شنبه، پنجشنبه او جمعه د ۹ تر ۱۷ بجو پورې
    • د نړیوالو ډاکټرانو سیار کلنیک: اونۍ کې درې ځله (د پاریس په شمالي سیمه کې)
    • د نړیوالو ډاکټرانو د رواني ناروغیو مرکز – د پاریس په ۱۲مه ناحیه کې: تړلی (یوازې تېلېفوني مرکې)
    • د پاس په اړه ټول معلومات دلته لوستلی شي.

     

    نورې ليکنې