د بوسنیا د سراییوو کمپ. کرېډېټ: حامد ارمان
د بوسنیا د سراییوو کمپ. کرېډېټ: حامد ارمان

۱۹ کلن افغان مهاجر حمید ارمان په ۲۰۱۸ کې له افغانستانه وتلی او اوس د بوسنیا په سراییوو کمپ کې اوسېږي. نوموړی کډوال نیوز ته د خپلو سترګو لیدلی حال بیانوي.

زه د افغانستان د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ یم. تر دولسم ټولګي پورې مې مکتب ویلی دی.

یوه میاشت کېږي چې د بوسنیا په سراییوو کمپ کې اوسېږم. خو ما بوسنیا ته د رسېدو لپاره ډېره خواري کړې ده او له ډېرو ستونزو سره مخ شوی یم.

ما په کال ۲۰۱۸ کې د ځینو ستونزو له کبله خپل هیواد پرېښود. لومړی پاکستان او ایران او بیا د ترکیې وان سیمې ته ورغلم. هلته مې درې شپې تېرې کړې. بیا مې د قاچاق وړونکو په مرسته ځان ارزروم ښار ته ورساوه. خو ارزروم کې پولیسو ونیولم او بندي خانې ته واچولم. نږدې لس ورځې مې بندي خانې کې تېرې کړې. 

کله چې عثمانیې کمپ ته ورغلم، هلته وضعیت ډېر خراب و. د کمپ کارکوونکو مهاجرو ته کافي ډوډۍ نه ورکوله او د کمپ له اوسېدونکو سره یې چلند هم انساني نه و. بله خبره دا چې په ډله کې مو ماشومان هم ول. هلته مې درې میاشتې تېرې کړې، بیا پولیسو خوشی کړم او ما ځان استانبول ته ورساوه.

یوازې دومره ډوډۍ چې مهاجر مړه نه شي

استانبول کې مې ۸ میاشتې له خپلو ملګرو سره تېرې کړې. خو زما اصلي مقصد دا و چې اروپایي هیوادونو ته ځان ورسوم. نه مې غوښتل چې ترکیه کې پاتی شم. قاچاق وړونکو د یو نهر له لارې یونان ته ورسولم. بیا مې ۶ شپې په ځنګل کې پیاده مزل وکړ ترڅو چې پولیسو ونیولم او تسالونیکي کمپ ته یې انتقال کړم. 

تسالونیکي کې د ټولو لپاره د خوب ځای نه و، کافي ډوډۍ نه وه، کمپ کې د کډوالو شمېر هم ډېر و.

ما یو ځل د مقدونیې له لارې له یونانه د وتلو هڅه وکړه. خو پوله کې پولیسو ونیولم او بېرته یونان ته اخراج کړم. یو ځل بیا مې هڅه وکړه او بالاخره مې ځان صربستان ته ورساوه. هلته مې یوه میاشت د مقدونیې سره پر ګډه پوله په یو کمپ کې تېره کړه. خو دغه کمپ کې مهاجرو ته یوازې دومره ډوډۍ ورکول کېده چې دوی مړه نه شي. کمپ کې د خوب ځای هم نه و او پکې زیات شمېر کډوال اوسېدل.

د شپې تر سهاره پورې په کانټینر کې 

صربستان کې مې له یوه قاچاق وړونکي سره خبرې وکړې. هغه په یوه کانتينر کې واچولم او دروازه یې بنده کړه. د شپې ۹ نیمې بجې وې. خو لارۍ د سهار ۵ نیمو بجو حرکت وکړ. ما سره یوازې یو بوتل اوبه او یو بسکېټ و .  

کله چې لاري بوسنیا ته ورسېده، لاري چلونکي پولیسو ته تېلېفون وکړ او دوی ته یې وویل چې یو مهاجر په لارۍ کې ځان پټ کړی. سرتېري راغلل خو ما ته یې څه و نه ویل. 

ما سره لږې پیسې وې. غوښتل مې چې تزلې ښار ته ورشم. خو موټر چلوونکو نه غوښتل چې ما سره مرسته وکړي. په ډېر مشکل مې ځان تزلې ښار ته ورساوه. بیا ساراییو کمپ ته راغلم.


دغه کمپ کې زیات شمېر افغانان، پاکستانیان او مراکشیان ژوند کوي. خو اصلي ستونزه دا ده چې دلته د خوب لپاره سم ځای نشته. که څه هم د پولیسو چلند له مهاجرو سره ښه دی، خو په نورو برخو کې ستونزې شته. د بېلګې په توګه، دلته روغتیایي امکانات لږ دي. کمپ کې یو ډاکټر شته چې د ټولو ناروغیو لپاره یوازې یوه سپینه ګولۍ ورکوي.

اوس زه غواړم چې کروېشیا ته ورشم. خو له کروېشیایي پولیسو څخه ډارېږم. څه موده مخکې مې ځینې ملګري په ګېم باندې کروېشیا ته تللي وو. خو پولیسو دوی ونیول او بوسنیا ته یې وشړل. د کروېشیا سرتېرو د هغوی تېلېفونونه، بیکونه او ان بوټان اخیستي ول. ملګري مې وایي چې بوسنیا ته یې د بېرته راتلو لپاره یوه شپه پیاده مزل کړی.

 

نورې ليکنې