هنګري د صربستان سره پر پوله له ترانزیتي کمپونو څخه د مهاجرو د خوشي کولو په هکله د اروپایي محکمې پرېکړه رد کړې. د هنګري لومړي وزیر وېکتور اوربان ویلي چې د اروپایي محکمې حکم نه مني.
تېره پنجشنبه د مۍ میاشتې ۱۴مه اروپایي محکمې هنګري او صربستان پر پوله روسکي کمپ څخه د پناه غوښتونکو د خوشي کولو پرېکړه وکړه. خو هنګري دغه پرېکړه رد کړې او ویلي یې دي چې ترانزیت مرکزونه د پولې د ساتنې لپاره مهم رول لوبوي.
د هنګري د لومړي وزیر ویکتور اوربان امنیتي مرستیال ګیورګي باکوندي پرون سه شنبه اعلان وکړ چې هیواد یې د اروپایي محکمې حکم نه مني او له روسکي کمپ څخه پناه غوښتونکي نه خوشي کوي.
نوموړي چې یوه رسمي غونډه کې خبرې کولې وویل چې ترانزیتي مرکزونه د پولو د ساتنې سیستم لپاره ډېر مهم رول لوبوي.
ښاغلي باکوندي دا هم وویل چې بالکان مسیر کې بند پاتې شوي مهاجر د کورونا ویروس کړکېچ پر مهال عامه روغتیا ته «ګواښ» جوړولی شي. دا په داسې حال کې ده چې هنګري کې تر اوسه ۴۷۰ کسان د کورونا ویروس له امله مړه شوي دي.
تر دې دمخه د اروپايي محکمې ویلي وو چې دغه کمپونه زندانونه دي ځکه چې هلته وضعیت د «ازادۍ د سلبولو سره یو شان» دی.
د لا زیاتو معلوماتو لپاره: اروپایي محکمه: د هنګري د پناه غوښتنې ترانزیتي کمپونه زندانونه دي
ياده محکمه له هغې وروسته دا فیصله وکړه چې د افغانستان او ايران سره تړاو لرونکي څلور مهاجر د هنګري پر خلاف ورته شکایت وکړ. یاد مهاجر په دغو ترانزیتي کمپونو کې ساتل کېږي. د هنګري چارواکو د دغو مهاجرو د پناه غوښتنې په دې دليل ردي کړي وې چې هغوی له صربستانڅخه هنګري ته داخل سوي وو. خو صربستان د دوی د منلو ډډه وکړه.
هنګري بیا پرېکړه وکړه چې دوی افغانستان او ايران ته وشړي. له همدې کبله دغه مهاجر روسکي کمپ کې پاتې شول.
دغو کسانو د ردېدنې د پرېکړي او په ترانزيتي کمپ کې د هغوی د ساتلو پر ضد حقوقي دعوا وکړه.