د ایران د ملي امنیت شورا مشر علي شمخاني پرون سه شنبه وویل چې ایراني پوله ساتونکي د افغان مهاجرو ډوبولو کې لاس نه لري. نوموړي ځینې رسنۍ او افغان چارواکي په دې تورن کړي چې د یادې پېښې په هکله یې ناسم رپوټونه ورکړي دي.
د ایراني رسنیو په حواله د دې هیواد د ملي امنیت شورا مشر علي شمخاني پرون سه شنبه د مۍ میاشتې ۱۹مه د افغانستان د ملي امنیت شورا مشر حمدالله محب سره په ټېلېفوني خبرو کې ویلي چې «ایراني پوله ساتونکو د افغانانو د یوې ډلې د مړینې په غمجنه پېښه کې» لاس نه دی لرلی.
نوموړي پر ځینو افغان چارواکو او رسنیو تنقید کړی او د دوی له خوا «جوړه شوې غیر مستنده فضا» د تعجب او تاسف وړ بللې ده.
ښاغلي شمخاني زیاته کړې چې ایران د پېښې د ردولو لپاره د اعتبار وړ اسناد لري او که د افغانستان حکومت وغواړي دوی به دغه سندونه ګډ پلاوي ته وړاندې کوي.
ایراني چارواکو تر اوسه د افغانانو د وژنې د ادعا په اړه کوم علني سند نه دی وړاندې کړی. تر دې دمخه د ایران یو سرحدي چارواکي ویلي وو چې ګډه پوله کې «کومه ځانګړې پېښه» رامنځ ته شوې نه ده.
نږدې دوه اونۍ مخکې د ایراني پوله ساتونکو له خوا سیند ته د افغان مهاجرو د غورځولو په اړه رپوټونه خپاره شول. د دغو رپوټونو تر خپرېدو وروسته د یادې ادعا د څېړنې په موخه یو ګډ پلاوی وټاکل شو.
د لا زیاتو معلوماتو لپاره: افغان پلاوی: د ایران پر پوله ۱۰ مهاجر مړه شوي او ۱۵ تنه نور لادرکه دي
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو زارت ویاند ګران هیواد تېره دوشنبه ویلي وو چې ایراني چارواکو د افغانستان له خوا وړاندې شوي سندونه رد کړي دي او له دې وروسته به د پېښې په اړه پلټنې د ډېپلوماتیکو مراجعو له خوا ترسره کېږي.