تېره اونۍ د ایټالیا او فرانسې په ګډه پوله فرانسوي پولیسو یوه دوه کسیزه کورنۍ ونیوله او ایټالیا ته یې وشړله. که څه هم یادې مېرمنې غوښتل چې فرانسه کې د پناه غوښتنه وکړې خو بریالۍ نه شوه. سازمانونو ویلي چې د کورنیو په شا تمبول له «پناه غوښتنې حق څخه سرغړونه» ده.
د مۍ میاشتې په ۱۴مه فرانسوي پولیس د الپ ماریتیم د مانتون د اورګاډو تمځي کې یوه افریقایۍ ښځه او ۵ کلن ماشوم یې نیسي او د پولیسو پوستې ته یې انتقالوي.
د بخښنې نړیوال سازمان د پناه غوښتونکو او مهاجرو حقونو مسوله لولا شولمان کډوال نیوز ته وایي چې که څه هم یادې ښځې پولیسو ته ویلي چې غواړي فرانسه کې د پناه غوښتنه وکړي، خو پولیسو دوی ایټالیا ته شړلي. د نوموړې په حواله د یادې مېرمنې ماشوم ناروغ و او څو اونۍ مخکې عملیات شوي و.
❗️Une mère et son fils refoulés hier en Italie alors qu’ils demandaient l’asile en France
— Lola Schulmann (@Lola_Schulmann) May 15, 2020
CP Inter associatif #DroitsAuxFrontieres @amnestyfrance @anafeasso @caritasfrance @MSF_france @lacimade https://t.co/TV80NiIt1L
بل پلو پوله کې له بهرنیانو سره د ملي مرستو ټولنې غړې لور پالون وایي: «د عیني شاهدانو په حواله د تلاشیو پر مهال یوه سرتېري خپلو همکارانو ته ویلي چې دغه ماشوم باید روغتون ته انتقال شي. خو پولیسو دوی اخراج کړي.»
د بخښنې نړیوال سازمان او پولو کې له بهرنیانو سره د ملي مرستو ټولنې په څېر ګڼو سازمانونو په یوه ګډه خبرپاڼه کې ویلي چې د روغتیایي کړکېچ سربېره فرانسوي چارواکو دغه کورنۍ په شا تمبولې، په داسې حال کې چې دوی پیسې او ډوډۍ نه درلودې.
یاده مېرمنه او ماشوم یې د ایټالیا د ونتمیل سیمې د سره صلیب مرکز ته مراجعه کوي، خو یاد مرکز نور مهاجر نه شي منلی ځکه چې په قرنطین کې دی.
دغې مېرمنې غوښتل چې له خپلو خپلوانو سره په فرانسه کې ژوند وکړي.
«فرانسه کې اساسي حقونه نه مراعاتېږي»
که څه هم یادې کورنۍ د نیس اداري محکمې ته د پېښې په هکله شکایت ثبت کړی و، خو د محکمې پرېکړه منفي وه. آغلې لولا شولمان وایي: «قاضي ویلي چې [فرانسې ته د خلکو] د ننوتلو څخه مخنیوی له قانونه سرغړونه نه بلل کېږي. دا په داسې حال کې چې د کال له پیله راهیسې یادې محکمې په ورته مواردو کې مثبتې پرېکړې کړې وې.»
بل پلو آغلې لور پالون وایي چې د محکمې چلند د اندېښنې وړ دی. هغه زیاتوي چې فرانسه کې اساسي حقونه نه مراعاتېږي.
یادې کورنۍ ویلي چې غواړي د دولت په شورا کې استیناف وغواړي.
د مارچ له ۱۷مې راهیسې نږدې سل کډوال د فرانسې او ایټالیا په ګډه پوله په شا تمبول شوي. لولا شولمان وایي چې تر دې دمخه هم داسې پېښې لیدل شوې دي، خو د افریقایۍ مېرمنې قضیه بې سارې ده ځکه چې ماشوم یې ناروغ و او هغې غوښتل چې فرانسه کې پناه وغواړي.