مالتایي ځواکونو یاد مهاجر د ایټالیا خوا ته روان کړي. کرېډېټ: الارم فون
مالتایي ځواکونو یاد مهاجر د ایټالیا خوا ته روان کړي. کرېډېټ: الارم فون

الارم فون ټولنه پرون چهارشنبه وویل چې د مالتا سرحدي ځواکونو د مهاجرو د یوې بېړۍ مخه نیولې ده خو کډوالو ته یې تېل او نوی ماشین ورکړي ترڅو دوی ځانونه ایټالیا ته ورسوي.

الارم فون یا مدیترانه کې د مهاجرو ټېلېفوني پلټفورم د عیني شاهدانو له قوله وایي چې د اپریل پر ۱۱مه د مالتایي چارواکو یوې ګزمه کوونکې بېړۍ د مالتا په ساحلي اوبو کې د کډوالو یوه داسې کښتۍ وموندله چې پکې ۱۰۱ کسان سپاره ول. دغه کښتۍ سمندر کې له ستونزو سره مخ شوې وه او ماشین یې له کاره لوېدلی و.

د یادې ټولنې په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د مالتا سمندري ځواکونو د «خطرناکو سمندري مانورونو» او په وسلې د کډوالو د ګواښلو وروسته یاد کسان دې ته اړ کړي چې ایټالیا ته ورشي.

د پېښې یو عیني شاهد الارم فون ته ویلي: «دوی له موږ سره مرسته وکړه چې ایټالیا ته لاړ شو. موږ هغوی ته وویل چې تېل نه لرو. خو دوی وویل چې موږ ته تېل ورکوي.»

د یاد شاهد په حواله مالتایي ګزمه کوونکو هغوی ته ۴۰ لیټره تېل او د بېړۍ ماشین ورکړي ځکه چې د کډوالو د کښتۍ ماشین له کاره لوېدلی و. 

بل پلو برتانوۍ ورځپاڼې ګارډین رپوټ ورکړی چې ځینو مهاجرو داسې ګومان وکړ چې دا یوه ژغورونکې ډله ده نو ځکه ځانونه یې اوبو ته وغورځول.

ورځپاڼې د یو عیني شاهد له قوله ویلي: «دوی موږ ته وویل: مالتا کې یو داسې ویروس شته چې کورونا نومېږي. موږ تاسې مالتا ته نه شو انتقالوی ځکه چې هلته ټول خلک ناروغان دي...»

نوموړي زیاته کړې: «دوی موږ ته د ژغورنې واسکټونه، تېل او یو ماشین راکړل او ویې ویل چې موږ ته به د ایټالیا لاره ښيي. دوی وروسته خپلې وسلې پورته وکړې او ویې ویل چې موږ یوازې۳۰ دقیقې وخت لرو.»

یاد مهاجر د اپریل پر ۱۲مه د ایټالیا د سیسیل سیمې پوزالو بندر ته ورسېدل.

د کورونا ویروس کړکېچ پر مهال ایټالیا و مالتا خپل بندرونه د مهاجرو پر مخ وتړل. د مهاجرو د حقونو مدافع بنسټونه د یادو هیوادونو دغه پرېکړه غندلې وه.

ګارډین د الارم فون له قوله زیاتوي چې په تېرو څو میاشتو کې او په ځانګړې توګه د ۲۰۲۰ په اپریل میاشت کې مالتایي چارواکو د ژغورنې او لټون زون څخه مهاجر په شا تمبولي، له هغوی سره یې مرسته نه ده کړې او ان هڅه یې کړې چې لیبیا ته د مهاجرو د بېرته استولو زمینه برابره کړې چې د یادو هڅو پر مهال ځینې کسان د مالتا په ساحلي اوبو کې مړه شوي دي.  

 

نورې ليکنې