روسکي کلی، هنګړي. کرېډېټ: رویترز
روسکي کلی، هنګړي. کرېډېټ: رویترز

هنګري نن پنجشنبه وویل چې د اروپایي محکمې د پرېکړې له مخې له صربستان سره پر ګډه پوله ترانزیتي کمپونه تړي. دغو کمپونو کې په سلهاوو پناه غوښتونکي او مهاجر په بند کې دي.

د هنګري په دوو ترانزیتي کمپونو کې په سلهاوو کسان په کانتینرونو کې ژوند کوي او له دغو مرکزونو څخه د وتلو اجازه نه لري. تر دې دمخه د مهاجرو د حقونو مدافع بنسټونو پر یادو مرکزونو تنقیدونه کړي.

نن پنجشنبه د هنګري د حکومت وزیر ګیرګلي ګولیاس رسنیو ته وویل چې هنګري د اروپایي پرېکړې ته درناوی کوي او ترانزیتي کمپونه له منځه وړي. نوموړي زیاته کړه چې ترانزیتي کمپونه د هنګري د پولو د ساتنې لپاره د حل لاره وه.

د ښاغلي ګولیاس په حواله ټاکل شوې چې له یادو کمپونو څخه ۲۸۰ مهاجر د هنګري د پناه غوښتنې مرکزونو ته انتقال شي. خو تر دې دمه دا معلومه نه ده چې دوی به څومره وخت په دغو مرکزونو کې پاتې شي او برخلیک به یې څه وي.

دا په داسې حال کې تېره سه شنبه د مۍ میاشتې ۱۹مه د هنګري د لومړي وزیر ویکتور اوربان امنیتي مرستیال ګیورګي باکوندي ویلي وو چې هیواد یې د اروپایي محکمې حکم نه مني او له رسوکي کمپ څخه پناه غوښتونکي نه خوشي کوي. 

ښاغلي ګولیاس رسنیو ته دا هم ویلي چې مهاجر یوازې له هنګري نه بهر د دغه هیواد سفارتخونو کې د پناه غوښتنه کولی شي. 

د ۲۰۱۸ د یو قانون له مخې هنګري د ټولو هغو کسانو دوسیې ردوي چې د ترانزیتي هیوادونو لکه صربستان څخه دغه هیواد ته ننوتلي وي.

په همدې حال کې د هنګري د هلسینکي کمیټې ویلي چې تر دې دمه له ترانزیتي مرکزونو څخه  ۳۰۰ کسان انتقال شوي دي. دغې  ټولنې په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې چارواکو په یوه شپه نږدې ۳۰۰ کسان خوشي کړي چې په ډله کې یې کورنۍ او ماشومان هم دي.

د یادې ټولنې په حواله د هنګري تصمیم د اروپایي محکمې د پرېکړې د عملي کولو لپاره لومړی ګام دی.

د فرانسې خبري اژانس د دې ټولنې د غړي اندراس لېدېرر له قوله ویلي چې خوشي شوي مهاجر په اتوماټیک ډول د مهاجرو په توګه نه پېژندل کېږي. د ده په حواله: «دوی له غیرقانوني زندانه خوشي شوي خو د پناه غوښتنې پروسه بدله شوې نه ده. یوازنی توپیر یې دا دی چې دا پروسه به اوس په پرانیستو ځایونو کې ادامه ولري.»

تر دې دمخه د اروپايي محکمې ویلي وو چې دغه کمپونه زندانونه دي ځکه چې هلته وضعیت د «ازادۍ د سلبولو سره یو شان» دیياده محکمه له هغې وروسته دا فیصله وکړه چې د افغانستان او ايران سره تړاو لرونکي څلور مهاجر د هنګري پر خلاف ورته شکایت وکړ. یاد مهاجر په دغو ترانزیتي کمپونو کې ساتل کېږي. 

د هنګري چارواکو د دغو مهاجرو د پناه غوښتنې په دې دليل ردي کړي وې چې هغوی له صربستان څخه هنګري ته داخل سوي وو. خو صربستان د دوی د منلو ډډه وکړه.

هنګري بیا پرېکړه وکړه چې دوی افغانستان او ايران ته وشړي. له همدې کبله دغه مهاجر روسکي کمپ کې پاتې شول.  

دغو کسانو د ردېدنې د پرېکړي او په ترانزيتي کمپ کې د هغوی د ساتلو پر ضد حقوقي دعوا وکړه.

 

نورې ليکنې