په آلمان کي د کرونا د بحران له کبله زيات زده کوونکي پر کور ناست دي
په آلمان کي د کرونا د بحران له کبله زيات زده کوونکي پر کور ناست دي

د کرونا له کبله په زياتو اروپايي هيوادونو کي ښوونځي تړل سوي او هغوی په کور کي تدريس کيږي. خو د مهاجرو ماشومانو په دې ترڅ کي ډېر تاوان ليدلی.

محسه نجفي د افغانستان سره تړاو لرونکې مهاجره ده چي په آلمان کي ژوند او کار کوي. هغه په ۲۰۱۵ کال آلمان ته راغلې او دمګړی په برلين کي د فارماسيسټي په توګه کار کوې. هغه د کار وروسته په چټکۍ د کور پر لور درومي ځکه چي يولس کلنه لور او مشر زوی يې په کور کي يوازي دي. په داسي حال کي چي لور يې ناهيلي ده پر زوی يې هم په کور کي د درس ويلو فشار په داسي حال کي مخ په زياتېدو دی چي يو ډېر مهم امتحان يې په مخکي دی. هغه اندېښنه لري چي له خپلو همصنفيانو څخه به شاته پاته سي.

محسه له د خپل کار له مشر څخه اجازه واخيسته تر څو په دواخانه کي دننه د انفو مايګرنټس/مهاجر نيوز سره لنډه مرکه وکولای سي. هغه په ښکاره توګه اندېښمنه ده او وايي: «زه بايد د انټرشپ له پاره کار خانګي وکړم.» هغه زياتوي:«زما ستونزي څو چند زياتي سوي دي، له کوم وخت راهيسي چي د کرونا له کبله ښوونځي تړل سوي دي.»

په کور کي و ماشومانو ته د تدريس تر ټولو لويه ستونزه ژبه ده. محسه په دې هکله وايي: «کله چي مور او پلار په آلماني ژبه نه پوهيږي نو بيا د خپلو ماشومانو سره کومک هم نه سي کولای.» هغه زياتوي: «مهاجر ماشومان په بشپړه توګه په آلماني ژبه تسلط نه لري او له دې کبله له خپلو ټولګيوالو/همصنفيانو زښت زيات شاته پاته وي.»

محسه وايي چي په درسونو کي د خپلو ماشومانو سره اړينه مرسته نه سي کولای. دا په داسي حال کي چي په آلمان کي نژدې ټول هغه شاګردان چي د کرونا د بحران له کبله يې ښوونځي تړل سوي دي د خپلو معلمينو/ښوونکو له خوا پر انټرنټ تدريس کيږي او ورته د زدکړي وظايف سپارل کيږي چي په کور کي زدکړي وکړي.

بې وزله او مهاجر شاته پاته دي

په داسي حال کي چي د تړل سوو ښوونځيو په وخت کي انټرنټ او کمپيوتر/ځيرک تليفون/ټېبلېټ او د استعمال سره يې بلدتيا حتمي ده، نو زيات مهاجر شاګردان د دغو آسانتياؤ د نه لرلو له کبله هم د ستونزو سره مخامخ دي. محسه وايي: «مهاجر و امکاناتو ته کمتره لاسرسی لری.»

زيات خيره سازمانونه لکه په آلمان کي د دياکوني سازمان عموما د مهاجر شاګردانو سره په درس کي مرسته کوی. خو د کرونا بحران دغه سازمانونه مجبوره کړي دي چي خپل خدمات راکم او محدود کړي. له دې کبله د محسه د اولادونو په شان ماشومان له هغه مرستي محروم سوي دي چي ورته سخته اړتيا لري. محسه وايي چي بيره لري چي د ماشومانو نمرې په يې په درسونو کي راټيټي سي. هغه زياتوي: «له دې څخه معلوميږي چي زدکړي د ټولنيز اقتصادي ډلې سره پر تړاو مربوطي دي. بډايه ماشومان کولای سي چي خصوصي ښوونکي او زياتي ديجيتل آسانتياوي ولري خو د مهاجرو او بې وزلو ماشومان شاته پاته دي.»

د (UNHCR) سازمان هم ويلي دي چي د ښوونځيو د تړل کېدو مياشتي به د تعليم په برخه کي د مهاجر ماشومانو واړه ګامونه او پرمختګونه عبس کړي.
د آلمان په بن ښار کي د يوې متوسطي ښوونځي ادارې و انفومايګرنټس/مهاجر نيوز ته وويل چي د ښوونځيو د تړل کېدو په وخت کي د مهاجرو کورنيو سره تړاو لرونکو ماشومانو او هغو ماشومانو چي د زدکړي کمزوري لري، تر ټولو منفي اغېز ورباندي سوی دی. يو ښوونکي وويل: «موږ له بده مرغه د ښوونکو له سخت کمښت سره مخامخ يو او د تعليم نظام په المان کي داسي لابي نه لري چي يا خو د زياتو مالي امکاناتو او يا زيات شمېر ښوونکو له پاره مبارزه وکړي.»

له يادي ښوونځي څخه ښوونکي زياته کړه چي شل کاله مخکي يې ياده ستونزه مطرح کړې وه. د نوم نه ښودلو په شرط دغه ښوونکي وويل چي د کرونا پر وخت د لابي نه شتون دغه ستونزه بيا يو ځل په ځانګړې توګه روښانه او مطرح کړې ده.

په بعضو هيوادونو کي د لاک ډاون نرمښت په کراره کراره مخ په زياتېدو دی. خو د ملګرو ملتونو سازمان د مهاجرت او کويد ۱۹ په تړاو په خپل يو تازه راپور کي اندېښنه ښودلې ده چي ښايي د ښوونځيو د بېرته خلاصېدو وروسته زيات مهاجر ماشومان او ژڼکيان په زياته د ژبي د زدکړي له کورسونو څخه د وتلو يا شاته پاته کېدلو د ګواښ سره مخامخ سي.

په بن کي د ښوونځي ښوونکی وايي چي په تعليمي نظام کي په لوړه اندازه د پانګونې کولو اړتيا سته او دا چي بايد د مهاجر ماشومانو سره د مرستي له پاره بايد لاري چاري ولټول سي.

خو آلمان يوازنی هيواد نه دی چي د دغي ستونزي سره مخامخ دی. په يو شمېر نورو هيوادونو کي د مهاجرو ماشومانو له پاره وضعيت حتی بدتره ده او زيات شمېر يې له سره و ښوونځي ته د تلو چانس له سره هيڅ نه لري او يا زيات ورڅخه ليري وي او يا نوري ستونزي لري.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق يونيسېف وايي چي حتی د کرونا بحران د پېليدو مخکي او ښوونځيو د تړل کېدو مخکي لا د مليونونو مهاجر ماشومانو پر مخ ټږلګي تړل سوي ول. د دغه سازمان په وينا له کرونا بحران مخکي لا تر نيمايي څخه زيات مهاجر ماشومان چي د ښوونځي عمر ته رسېدلي ښوونځي ته لاسرسی نه درلود او له دغي نيمايي څخه صرف څلورمه برخه يې د دويمي دورې ښوونځيو ته لاسرسی درلود.

 

نورې ليکنې