دغه ۱۶۰ مهاجر د کپتان مورګان په دوو کښتیو کې سپاره دي. کرېډېټ: پېکچر الاینز
دغه ۱۶۰ مهاجر د کپتان مورګان په دوو کښتیو کې سپاره دي. کرېډېټ: پېکچر الاینز

د ملګرو ملتونو سازمان پرون پنجشنبه له اروپایي ټولنې څخه غوښته وکړه چې له مدیترانې څخه اروپایي بندرونو کې د ۱۶۰ مهاجرو د ښکته کولو پر سر موافقه وکړي. دغه کسان له دوو اونیو راهیسې د مالتا په ساحلي اوبو کې ۱۶۰ مهاجر ایسار پاتې دي.

د ملګرو ملتونو ادارې او د کډوالۍ نړیوال سازمان د مالتا په ساحلي اوبو کې د ۱۶۰ مهاجرو د بند پاتې کېدو په اړه اندېښنې ښودلې دي.

یاد مهاجر د کپتان مورګان په دوو کښتیو کې سپاره دي. دوی چې په دوو بېلابېلو عملیاتو کې له مدیترانې څخه ژغورل شوي دي د اپریل له ۳۰مه او د مۍ میاشتې له ۷مې راهیسې په قرنطین کې دي.

تر دې دمه یوازې ۲۱ کسان له کښتیه د ښکته کېدو اجازه ترلاسه کړې ده چې په ډله کې یې ښځې او ماشومان هم دي.

مدیترانه کې د مهاجرو لپاره ټېلېفوني پلټفورم الام فون د مۍ میاشتې په ۱۹مه وویل چې یاده کښتۍ کې وضعیت مخ په خرابېدو دی او کښتۍ کې ځینو کسانو د خوړلو اعتصاب کړی او بعضو مهاجرو هم د ځان وژنې هڅه کړې ده.

په همدې حال کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې او د کډوالۍ نړیوال سازمان په یوه ګډه خبرپاڼه کې د مالتا او نورو اروپایي هیوادونو څخه غوښتي دي چې د ژغورل شویو ۱۶۰ مهاجرو د ښکته کولو لپاره خپلې ټولې هڅې وکړي.

مالتا یوازې په دې شرط له مدیترانې څخه د ژغورل شويو مهاجرو هرکلی کوي چې د اروپایي ټولنې غړي هیوادونه د یادو کډوالو یوه برخه ومني.

دغو دواړو سازمانونو ویلي چې یاد هیوادونه باید له مدیترانې څخه د ژغورل شویو مهاجرو د منلو لپاره د بیا مېشتونې پر یو بېړني مکانیزم موافقه وکړي ځکه چې اوسني حالت د مهاجرو ژوند او روغتیا ته ګواښ پېښوي.  

یادو سازمانونو تېره چهارشنبه له مالتا څخه فرانسې ته د ۱۷ مهاجرو د انتقالولو په هکله خوشالي څرګنده کړه او ویې ویل چې دا ښيي چې د کورونا ویروس کړکېچ پر مهال هم ملاتړ ممکن دی.

د کډوالو عالي کمیسارۍ او د کډوالۍ نړیوالې ادارې زیاته کړې چې دغه ۱۶۰ کسان له دوو اونیو راهیسې په سمندر کې ایسار پاتې دي چې دا د کورونا ویروس ناروغۍ د نښو د معلومولو لپاره کافي وخت دی.

په تېرو څو وختونو کې مالتا له لیبیا څخه دغه هیواد ته د ور تلونکو مهاجرو څپې سره مخ شوې ده. تر دې دمخه یاد هیواد ګواښ کړی و چې که اروپایي هیوادونو مالتا ته د رسېدونکو مهاجرو یوه برخه و نه مني، د دې هیواد حکومت به د اریني ماموریت سره مالي مرسته پرې کوي.

اریني د ایټالیا تر مشرۍ لاندې هغه هوایي او سمندري ماموریت دی چې د ملګرو ملتونو له خوا پر لیبیا د وسلو په پلورلو بندیز څخه نظارت کوي.

 

نورې ليکنې