کرېډېټ: د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ ټویټر پاڼه
کرېډېټ: د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ ټویټر پاڼه

د رپوټونو په حواله له تېرې پنجشنبې ورځې راهیسېد برېتانیا او فرانسې ساحلي ځواکونو مانش کانال کې تر۸۰ ډېر مهاجر ژغورلي دي. بل پلو برټانوۍ ورځپاڼه ګارډين وایي د برتانیا د کورنیو چارو اداره غواړي دغه هیواد ته د مانش کانال له لارې په کوچنیو کښتیو کې رسېدلي کډوال اخراج کړي.

د برټانوۍ رسنیو په حواله د دغه هیواد سرحدي ځواکونو د پنجشنبې ورځې په پیل کې ۵۷ کسان ونیول چې په ۵ بېړیو کې سپاره ول.

یادې رسنۍ زیاتوي چې د پنجشنبې سهار په ۳ نیمو بجو برتانوي ځواکونو ۱۲ تنه مهاجر ونیول چې په یوه بېړۍ کې سپاره ول. دغو مهاجرو ویلي چې د افغانستان، پاکستان او عراق دي.

دغه راز د سهار په ۷ نیمو بجو ۴ نورې بېړۍ نیول شوې چې د ۲ ښځو په ګډون ۴۳ کسان پکې سپاره ول.

دوی ټول د مرکې لپاره د مهاجرت چارواکو ته سپارل شوي دي.

بل پلو نن جمعه فرانسوي چارواکو ۶ داسې مهاجر ژغورلي چې د کالې په ساحلي اوبو کې یې بېړۍ له تخنیکي ستونزو سره مخ شوې وه. 

دا په داسې حال کې ده چې د فرانسې ساحلي ځواکونو پرون د مۍ میاشتې ۲۱مه د پا – دو – کالې په ساحلي اوبو کې د دوو مېرمنو، دوو کم سنه کسانو او دوو کوچنیو ماشومانو په ګډون ۲۰ مهاجر ژغورلي ول. د فرانسې سمندري قومندانۍ ویلي چې د یادې بېړۍ ماشین له کاره لوېدلی و.  

د مهاجرو د حقونو مدافع بنسټونو په حواله په تېرو څو وختونو کې له مانش کانال څخه د تېرېدونکو کډوالو په شمېر کې زیاتوالی راغلی. چارواکي یوازې په اپریل میاشت کې ۷۹ کسان له یاد کانال څخه ژغورلي دي.

د یوتوپیا ۵۶ غړي یان مانزي د فرانسې نړیوالې راډیو ته ویلي چې برتانیا ته د مانش کانال له لارې د تلونکو کډوالو شمېر د هوا د مناسبو حالاتو له امله زیات شوی دی.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: فرانسه: کالې ښار کې پر قاچاق وړونکو د ژغورونکو بېړیو شک 

د سلیات عملیات: برتانیا ته رسېدلي کډوال فرانسې ته شړل کېږي

دا په داسې حال کې ده چې د برتانیا د کورنیو چارو اداره غواړي دغه هیواد ته د مانش کانال له لارې په کوچنیو کښتیو کې رسېدلي کډوال اخراج کړي.

د برتانوۍ ورځپاڼې ګارډین په حواله دغه عملیات سیلات نومېږي او داسې ګومان کېږي چې له فرانسې څخه برتانیا ته د رسېدلو کډوالو د شمېر د زیاتوالی له امله په لاره واچول شوي وي.

ورځپاڼه زیاتوي چې د مۍ میاشتې په ۸مه ۱۴۵ کسان مانش کانال کې ونیول شول. دغه راز برتانوي چارواکو د ۲۰۲۰ په فبرورۍ میاشت کې یاد کانال کې ۱۰۲ مهاجر ونیول.

د رسمي شمېرو له مخې په کال ۲۰۱۸ کې ۲۹۷، په ۲۰۱۹ کې ۱۸۹۰ او د روان کال تر دې دمه ۱۰۴۰ بېړیو له مانش کاناله د تېرېدو هڅې کړې دي.

ګارډین د بشري حقونو مدافع وکیلانو او کمپاینرانو له قوله زیاته کړې چې د برتانیا حکومت د سلیاتعملیاتو پر بنسټ مهاجر له دې مخکې چې د پناه غوښتنو دوسیې یې په سمه توګه وارزول شي فرانسې ته شړل کېږي.

ورځپاڼې د مدافع وکیلې لیلي پاروت چې د یادو عملیاتو څېړنه کوي ویلي چې دوی په دې اړه اندېښمن دي چې «د برتانیا د کورنیو چارو اداره دغه هیواد ته د کښتیو له لارې رسېدلي کډوال بېرته فرانسې ته ستون کړي.»

نوموړې زیاته کړې: «موږ فکر کوو چې دا کار په غیرقانوني توګه ترسره کېږي... دا به د اروپایي قانون سرغړونه وي چې په پایله کې یې پناه غوښتونکي پرته له دلیله له برتانیا څخه اخراج شوي دي.»

 

نورې ليکنې