یوناني پولیس په ریتسونا کمپ کې. کرېډېټ: رویترز، الکیس کنستانتیندیس، د اپریل ۲مه
یوناني پولیس په ریتسونا کمپ کې. کرېډېټ: رویترز، الکیس کنستانتیندیس، د اپریل ۲مه

د یونان د کډوالۍ چارو وزارت نن جمعه د دې هیواد د مهاجرو په کمپونو کې د جون میاشتې تر ۷مه پورې د ګرځبندیز د تمدیدولو اعلان وکړ. یاد کمپونه له دوو میاشتو راهیسې د کورونا ویروس د مخنیوي لپاره قرنطین شوي دي.

د یونان د کډوالو چارو، د ښاریانو د ساتنې، او د روغتیا وزارتونو په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د کورونا ویروس ناروغۍ د خپرېدا د مخنیوي لپاره د هرکلي په مرکزونو کې ګرځبندیز تمدېدېږي. 

تر اوسه د دې پرېکړې په اړه پوره جزیات نشته.

د تېرې مارچ میاشتې په ۱۷مه د یونان حکومت یوناني ټاپوګانو او مرکزي سیمو کې د مهاجرو پر کمپونو بندیزونه ولګول.

که څه هم یونان کې عمومي ګرځبندیز د مۍ میاشتې په ۴مه پای ته رسېدلی، خو د یونان حکومت د مۍ پر ۱۰مه کمپونو کې د مۍ میاشتې تر ۲۱مه د ګرځبندیز د تمدیدولو اعلان کړی و. دا دویم ځل دی چې یاد بندیزونه تمدیدېږي.

د یوناني چارواکو په حواله دې هیواد کې له کورونا ویروسه د ۱۶۸ مړو په ډله کې هېڅ مهاجر نشته.  یونان کې تر اوسه ۲۸۵۳ مثبتې پېښې لیدل شوې دي، خو تر اوسه یوناني ټاپوګانو کې د مهاجرو په کمپونو کې کومه پېښه ثبت شوې نه ده.

دا په داسې حال کې ده چې یادو کمپونو کې د کورونا ټسټونو د ترسره کولو لړۍ د مۍ میاشتې په لومړیو ورځو کې پیل شوه.

تر دې دمخه رسنیو ویلي وو چې د مۍ میاشتې په پیل کې لېسبوس ته رسېدلي دوه کسان په کورونا اخته دي خو له نورو څخه جلا ساتل کېږي.

بل لور ته د بشري حقونو مدافع بنسټونو لکه د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې له اټن څخه غوښتي دي چې د کورونا ویروس کړکېچ پر مهال د مهاجرو حقونو ته درناوی وکړي.

د یونان په ۵ ټاپوګانو کې تر ۳۳ زره ډېر پناه غوښتونکي ژوند کوي، په داسې حال کې چې یاد کمپونه یوازې د ۵۴۰۰ کسانو د ځایېدو ظرفیت لري. 

 

نورې ليکنې