ايا د کرونا په روان بحران کي تاسو په خپل هيواد او که بهر ياست؟ يوه نړيواله ډله غواړي چي پر مهاجرو د کرونا د بحران اغېزې د يوې نظر پوښتنې له لاري معلومي کړي تر څو تشي ومومي او خدمات بهتره سي.
د کرونا نړيوالې وبا روان بحران د ټولو انسانانو له پاره يوه ننګونه ده. يوه نړيواله ډله غواړي چي د يوې نظرپوښتنې په مرسته معلومه کړي چي په زياته پر مهاجرو يې اغېز څه دی.
د دغې نظرپوښتنې په علمي پروژه کي د بلجيم هيواد د خېنت پوهنتون، د سوېډن کارپوهان، بريتانيه، فرانسه، ډنمارک، پورتګال، هسپانيه، يونان، امريکا متحده ايالات، هالند او په همدې شان ايټاليا برخه اخلي. د دغې نظر پوښتني اکثره پوښتني پر ټولنيز ژوند او رواني وضعې او د مهاجرو پر حالت د کرونا بحران اغېزې او ورسره د اړونده کسانو د چلن سره تړلي دي. په دغو پوښتنو کي لاندنۍ شاملي دي:
ـ کرونا تر کومي اندازې ستاسو پر ژوند اغېز کړی؟ د يو او لس تر منځ ورته نمره وټاکئ. يو معنی ډېر کم اغېز او لس معنی تر ټولو زيات يا حداکثر اغېز.
ـ ايا د کرونا د بحران له کبله تاسو و قانوي معلوماتو، ستاسو د اقامې يا پناه غوښتنې سره تړلو خدماتو او پروسه کي کوم اضافي ستونزي تجربه کړي دي.ـ ايا تاسو داسي احساس کوئ چي د کرونا د بحران په ترڅ کي ستاسو سره د پخوا په پرتله بل ډول چلند کيږي؟
د نظر پوښتنې تمويلوونکي وايي چي د دغې نظر پوښتني د نتايجو په مرسته به د مهاجرو ملاتړ کوونکو سازمانانو او چارواکو ته ګټورې مشورې ورکړلای سي چي څنکه د مهاجرو له پاره خدمات بهتره کړل سي.
په دغه نظر پوښتنه کي په ټوليزه توګه ۳۶ سوالونه پوښتل کيږي چي دغه ټول سوالونه د ۱۰ او ۱۵ دقيقو تر منځ وخت کي جوابېدلای سي. دغه سوالونه پر کمپيوتر، انټرنټ لرونکي موبايل، ټېبلېټ يا ورته وسيله سره جوابېدلای سي. دغه سوالونه د پښتو تر څنګ په ۳۱ نورو ژبو هم جوابېدلای سي. د دغو پوښتنې جوابونکي بايد حد اقل ۱۶ کاله او په فرانسه کي حد اقل ۱۸ کاله عمر ولري.
دغه نظر پوښتنه د پوښتنو د جواب کوونکي نوم او نور معلومات نه ثبتوي او نه يې پوښتي بلکه هر څه په محرمه توګه ترسره کيږي. د پوښتنو جواب کوونکي څخه صرف د هغه جنسيت (نارينه که ښځه)، عمر او د اصلي هيواد نوم پوښتل کيږي. د پوښتنو جوابونه د اروپايي اتحاديې د پاليسۍ او اصولو سره سم په خوندي توګه او د محرميت د اصولو په رڼا کي ثبتيږي.
دغه نظر پوښتنه د ۲۰۲۰ کال د می مياشتي تر ۳۱ نېټي پوري پر لاندني لينک ادامه لري او تاسو پکښي ګډون کولای سئ:
https://www.aparttogetherstudy.org/