مدیترانه کې د مهاجرو بېړۍ. کرېډېټ: پېکچر الاینز، اس او اس مدیترانه
مدیترانه کې د مهاجرو بېړۍ. کرېډېټ: پېکچر الاینز، اس او اس مدیترانه

ایټالوۍ رسنیو پرون یکشنبه د سیسیل سیمې یو ساحل ته د ۴۰۰ مهاجرو د رسېدو په هکله رپوټونه ورکړي ول. خو د یکشنبې په شپه د سیسیل د پولیسو قومندانۍ وویل چې یادو بېړیو کې یوازې ۷۰ کسان سپاره ول.

پرون یکشنبه نږدې ۷۰ مهاجرو ځانونه په دوو بېړیو کې د سیسیل د سوېلي اجریجیتو سیمې ساحل ته ورسول. ځینو رسنیو ویلي چې د دغو مهاجرو شمېر ۵۸ کسانو ته رسېږي.

لومړی د پېښې شاهدانو د ایټالیا ساحلي ګارد ته ویلي وو چې نږدې ۴۰۰ مهاجرو په دوو بېړیو کې ځانونه ساحل ته رسولي دي. خو لږ وروسته د سیمې ښاروال وویل چې له یادو مهاجرو سره یې خبرې کړې. د نوموړي په حواله دغه کسان له تونس څخه ایټالیا ته ورغلي. 

په همدې حال کې د ایټالیا په پارلمان کې د کورنیو چارو پخواني وزیر ماتیو سالویني ګوند دوو استازو د کډوالو د کره شمېر تر معلومېدو مخکې ویلي وو چې ایټالیا یو ځل بیا د کډوالو پر کمپ بدله شوې ده.

د ایټالوۍ ورځپاڼې اجریجیتو نوتیسي په حواله یاد مهاجر له ساحل څخه تښتېدلي دي.

بل پلو ایټالوي چارواکي وایي چې ۵۲ افریقایي مهاجرو د یکشنبې په ورځ د سیسیل په سوېلي لینوسا ساحل ته رسېدلي دي. دوی په یوه داسې بېړۍ کې سپاره ول چې ۱۰ مټره اوږدوالی یې درلود.

چارواکو زیاته کړې چې تېره شنبه نږدې ۲۰ مهاجر د سېسېل لوېدیځې مارسالا ساحل ته ورسېدل. دغه راز ۶ تونسیانو تېره شنبه لمپدوسا ته ځانونه ورسول، خو ساحلي ځواکونو ۴۰ تنه نور لمپدوسا ته نږدې ونیول او یاد بندر ته یې انتقال کړل.

د ایټالیا د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې د روان میلادي کال د مۍ میاشتې تر ۲۲مې نېټې پورې ۴۴۴۵ مهاجرو ځانونه ایټالیا ته رسولي دي.

 

نورې ليکنې