د کډوالو یوه ډله له یوناني ټاپوګانو څخه د دې هیواد مرکزي سیمو ته استول کېږي. کرېډېټ: رویترز، له ارشیف څخه
د کډوالو یوه ډله له یوناني ټاپوګانو څخه د دې هیواد مرکزي سیمو ته استول کېږي. کرېډېټ: رویترز، له ارشیف څخه

ټاکل شوې ده چې نږدې ۴۰۰ پناه غوښتونکي او ۳۵۰ کمسنه کسان له یونان څخه فرانسې ته انتقال شي. د یوناني چارواکو په حواله ۵۰ کمسنه مهاجر د راتلونکې جولای میاشت په پیل کې فرانسې ته استول کېږي.

د یونان حکومت پرون دوشنبه وویل چې د کورونا ویروس کړکېچ له امله له دغه هیواد څخه فرانسې ته د کم سنه مهاجرو د بیا مېشتونې لړۍ له خنډ سره مخ شوې وه، خو ټاکل شوې چې د راتلونکې جولای میاشتې په پیل کې ۵۰ کمسنه مهاجر فرانسې ته انتقال شي.

د یونان د کډوالۍ سیاست او پناه غوښتنې وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي: «د بیا مېشتونې لړۍ چې د روغتیایي کړکېچ له امله ځنډول شوې وه ډېر ژر بیرته پیلېږي.»

د روان میلادي کال په جنورۍ میاشت کې یونان او فرانسې توافق وکړ چې له یوناني ټاپوګانو څخه ۴۰۰ پناه غوښتونکي فرانسې ته واستول شي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې د دغو ۴۰۰ مهاجرو په علاوه به ۳۵۰ کمسنه کسان هم فرانسې ته انتقالېږي.

بل پلو اټن کې د فرانسې سفیر پاتریک مېزونا د یونان د کډوالۍ سیاست او پناه غوښتنې وزیر سره تر خبرو وروسته وویل: «کرونا کړکېچ د بیا مېشتونې پروسه له خنډ سره مخ کړه، خو فرانسه پر خپلو ژمنو ولاړه ده.»

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: له یونان څخه ۵۰ پناه غوښتونکي برتانیا ته انتقال شوي

د یونان چارواکو له مخې نن سبا دغه هیواد کې د کمسنه مهاجرو شمېر ۵۲۰۰ تنو ته رسېږي چې ډېری یې په خورا سختو شرایطو کې ژوند تېروي. 

تر دې دمخه ځینو اروپایي هیوادونو لکه المان، بلجیم، بلغارستان، کروشیا، فنلنډ، فرانسې، اېرلنډ، لیتوانيا، صربیا او سویس له یونان څخه  د ۱۶۰۰ کمسنه مهاجرو منلو ته چمتووالی ښودلی و.  

دغه راز د مهاجرت له پاره د يونان وزارت د ۲۰۲۰ کال د می ۱۴مه ویلي وو چې د پورتګال هيواد به د آژه سمندر په ختیځ کې د یوناني ټاپوګانو له مهاجر کمپونو څخه ۵۰۰ کمسنه مهاجر ومني.

 

نورې ليکنې