ووچیاک کې کمپ ډېری کډوال د افغانستان او پاکستان دي. کرېډېټ: ژن فرانک
ووچیاک کې کمپ ډېری کډوال د افغانستان او پاکستان دي. کرېډېټ: ژن فرانک

د ټايمزاف لنډن د يو راپور ترمخه په زرګونو پاکستاني ناقانونه کډوال د اروپايي اتحاديې هيوادونو ته د ننوتلو لپاره د بوسنيا لارې کاروي.

راپور وايي چې بوسنيا کې د زرګونو پاکستانيانو د ننوتلو سره سياسي او ډپلوماتيک کړکېچ رامنځ ته شوی دی ځکه چې د بالکان دغه هېواد د مخکې راهېسې خپلې ستونځي لري. 

تېرو وختونو کې لږترلږه ۹۲۰۰ ناقانونه کډوال کروشيا ته د رسېدلو په غرض بوسنيا ته ننوتلي دي او اوس دغه هېواد کې ګېر دي ځکه چې د وړاندې تللو لارې ورته تړل شوې دي.

د راپور ترمخه د بوسنيا سرحدي ځواکونه ادعا لري چې ۳۰۰۰ پاکستانيانو ته اسلام اباد کې د دغه هېواد سفارت کې په تقلبي ډول د پوسنيا وېزې جاري کړې دي. راپور کې ويل شوي چې په عمومي توګه پاکستانيان اروپا ته په ناقانونه طريقو رسېدلو لپاره د ايران، ترکيې، يونان، البانيا او مقدونيا د زمکې خطرناکې لاري کوري، ولي د ويزو حاصلولو نه پس پاکستانيان نېغ په نېغه راجيو ته هوايي سفر کوي او بيا کروشيا، کوم چې د اروپايي ټولنې غړې دې، ته واوړي. 

په دې طريقه تلونکو ته نه يواځې د پيسو او وخت بچت کېږي بلکه د دوی سرونو ته خطر هم کم وي.

سږ کال د جنورۍ مياشت کې د پاکستان سنا کې جوړه شوې يوې خصوصي کمېټۍ د بوسنيا ووچيک نومې ښار کې د ژوندانه د لومړني اسانتياوو څخه محروم ۳۰۰۰ پاکستانياني کډوالو په مسله خبري اتري کړي وې.

د کورنيو چارو د وزارت يو لوړپوړې چارواکي يادې کمېټۍ ته وويل چې بوسنيا کې د پاکستان د سفارت چارواکو ووچياک کمپ کې پراته پاکستاني کډوالو سره بيا بيا ليدنه کړي او دوی ته يې د ښه اسانتياوې لرونکي يو دټينشن سنټر (کمپ) ته د منتقل کېدو وړاندېزونه کړي کوم چې کډوالو هر ځل رد کړي دي. د پاکستاني کډوالو په وينا نوې کمپ د پولې څخه لرې دی او اروپا ته د دوی د تښتېدو فرصتونه کموي.

د ياد چارواکې ترمخه پاکستاني کډوال چې زياتره ځوانان دي د اروپا د پولې سره جخت ووچياک نومې ځای کې ځنګل مهاجر کمپ کې په دې اميد پراته دي که چرې دوی اروپا ته واوړي او ښه روزګارونه ترلاسه کړي.

 

نورې ليکنې