مانش کانال کې د برتانیا ګزمه کوونکې کښتۍ. کرېډېټ:  پېکچر الاینز
مانش کانال کې د برتانیا ګزمه کوونکې کښتۍ. کرېډېټ: پېکچر الاینز

د رپوټونو په حواله پرون سه شنبه د برتانیا د کنت ښار په ساحلي اوبو کې د مهاجرو اوه بېړۍ نیول شوې چې پکې ۸۰ کسان سپاره ول.

د برتانیا د کورنیو چارو اداره وایي چې پرون سه شنبه د مۍ میاشتې ۲۷مه یې د دغه هیواد د کنت ښار ساحلي اوبو ته نږدې د مهاجرو اوه بېړۍ نیولې دي. یادو بېړیو کې د ۱۵ ښځو په ګډون ۸۰ کسان سپاره ول.

بي بي سي د برتانیا د کورنیو چارو ادارې د یوې سرچینې له قوله زیاتوي یاد مهاجر چې له فرانسې څخه برتانیا ته تللي  د روغتیایي ازموینو د ترسره کولو لپاره دوور سیمې ته انتقال شوي دي.

نیول شویو مهاجرو ویلي چې د لیبیا، مراکش، عراق، سوریې، کویت، ایران، افغانستان، اریتریا او سوډان دي.

د برتانیا د کورنیو چارو ادارې زیاته کړې چې دوی به ځینې کسان بندیان کړي، خو ځینې مهاجر به فرانسې ته وشړل شي.

بي بي سې د یادې ادارې د ویاند له قوله ویلي چې جرمي ډلې برتانیا ته د مهاجرو د قاچاق زمینه برابروي خو دوی به یې مخه ونیسي.

نوموړي زیاته کړې چې د برتانیا د کورنیو چارو ادارې لومړیتوب به دا وي چې یادې ډلې ونیسي او له منځه یې یوسي.

د یو بل خبر له مخې د بي بي سي خبریال سیمون جونز ویلي چې نن سهار برتانوي چارواکو د مهاجرو ۶ نورې بېړې نیولې دي خو د ناڅرګندو انځورونو له امله ممکن چې رپوټونه تکرار شوي وي. 

د نوموړي په حواله په روانه میاشت کې برتانیا ته د مانش کانال له لارې د رسېدلو مهاجرو شمېر ۶۸۱ کسانو ته رسېږي. 

دا په داسې حال کې ده چې برتانوۍ ورځپاڼې ګارډین څو ورځې مخکې ویلي وو چې د برتانیا د کورنیو چارو اداره غواړي دغه هیواد ته د مانش کانال له لارې په کوچنیو کښتیو کې رسېدلي کډوال اخراج کړي.

د ورځپاڼې په حواله دغه عملیات سیلات نومېږي او داسې ګومان کېږي چې له فرانسې څخه برتانیا ته د رسېدلو کډوالو د شمېر د زیاتوالی له امله په لاره اچول شوي وي.

د رسمي شمېرو له مخې په کال ۲۰۱۸ کې ۲۹۷، په ۲۰۱۹ کې ۱۸۹۰ او د روان کال تر دې دمه ۱۰۴۰ بېړیو له مانش کاناله د تېرېدو هڅې کړې دي.


 

نورې ليکنې