د ۲۰۲۰ د مارچ دویمه: د یونان او ترکیه ګډه پوله. کرېډېت: حسین الدمیر، رویترز
د ۲۰۲۰ د مارچ دویمه: د یونان او ترکیه ګډه پوله. کرېډېت: حسین الدمیر، رویترز

یوناني چارواکو له ترکیې سره پر ګډه پوله د مهاجرت د نوي کړکېچ په اړه اندېښنه څرګنده کړې. تر دې دمخه د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي وو چې د کورونا ویروس کړکېچ وروسته به مهاجر او پناه غوښتونکي بېرته پولې ته ستانه شي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلي د ترکیې یوې ځایي رسنۍ ته ویلي چې د ګرځبندیز تر نرم کېدو وروسته به مهاجر یو ځل بیا اروپا ته د ورتګ لپاره هڅه وکړي. 

په همدې حال کې یوناني کارپوهانو اندېښنه څرګنده کړې چې دا به د فبرورۍ او مارچ میاشتې په شان د یو نوی کړکېچ پیل وي. د روان کال د فبرورۍ میاشتې په پای کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د مهاجرو پر مخ د ترکیې د اروپایي پولې د پرانیستو امړ کړی و.

تېره مارچ میاشت د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو خبرداری ورکړی و چې د کورونا کړکېچ وروسته به اروپا ته تلونکي کډوال د یونان او ترکیې پولې ته ستنېږي. نوموړي زیاته کړې وه چې دوی د مهاجرو مخه نه نیسي.

که څه هم د کورونا ویروس وبا له امله اروپا ته د ور تلونکو مهاجرو په شمېر کې کموالی راغلی، خو یوناني چارواکو تېره اونۍ لېسبوس ټاپو ته د ښځو، ماشومانو او سړیو د ښکته کېدو رپوټونه ورکړل.

د یونان او ترکیې ترمنځ د تېر سرحدي کړکېچ پر مهال اټن سیمې ته د بغاوت ضد سرتېري او نظامي ګزمه کوونکي واستول. دغه راز اژې سمندر ته نظامي بېړۍ او د ساحلي ګارد کښتۍ استول شوې وې.

دا په داسې حال کې چې فرانتکس یا د اروپا د پولو ساتنې ادارې په منظمه توګه خبرداری ورکړی چې ترکیه کې د ګرځبندیز تر نرم کېدو وروسته به په زرګونو مهاجر او پناه غوښتونکي یو ځل بیا یونان ته د ننوتلو لپاره هڅه وکړي.

ګزمه کوونکي او ازغن تار

په تېرو څو ورځو کې د یونان او ترکیې ترمنځ اړیکې وروسته له هغې ترینګلې شوې چې اټن وویل غواړي له ترکیې سره پر ګډه پوله ۱۲،۵ کیلومتره ازغن سیم تېر کړي.

بل پلو اټن نن چهارشنبه اعلان وکړ چې اوروس سرحد ته «په احتیاطي توګه» ۴۰۰ نوي سرتېري واستوي.  دغه راز اژې سمندر کې هم ګزمه کوونکي په ۲۴ ساعته توګه فعالیت کوي.

تر دې دمخه د المانۍ ورځپاڼې دي ویلت د کورنیو سندونو له مخې ویلي چې د خلکو یوه لویه ډله د یوناني پولو او سواحلو په لور روانه ده. دغه سند د مۍ پر ۵مه لیکل شوی دی او دا هم پکې راغلي چې د یادې ډلې د حمایت لپاره اوروس سرحدي سیمې ته ۲۶۲ سرتېري ستول شوي دي.

ترکیې چې تر ۴ میلیونه ډېر مهاجر پکې اوسېږي په منظمه توګه اروپایي ټولنې ته ګواښ کړی چې د دغو مهاجرو د چارو د ترسره کولو لپاره د کافي مالي مرستو د نه ترلاسه کولو له امله له اروپا سره خپله ګډه پوله پرانیزي. 

 

نورې ليکنې