د مۍ پر ۲۶مه کډوالو لا ویلت کې خیمې درولې دي. کرېډېټ: یوتوپیا ۵۶
د مۍ پر ۲۶مه کډوالو لا ویلت کې خیمې درولې دي. کرېډېټ: یوتوپیا ۵۶

د سه شنبې په شپه د پاریس په شمالي لا ویلت سیمه کې د مهاجرو یو نوی کمپ جوړ شو. دا په داسې حال کې ده چې په لسګونو نور مهاجر کانال سن – دني سیمه کې شپه سبا کوي او اوبو او تشنابونو ته لاسرسی نه لري. ۱۶ سازمانونو محکمې ته شکایت کړی.

د تېرې سه شنبې په شپه د پاریس د لا ویلت په سیمه کې د نږدې ۶۰ مهاجرو یو نوی کمپ جوړ شوی دی. د یاد کمپ اوسېدونکي مجردې ښځې او هغه کورنۍ دي چې کوچني ماشومان لري. د دغو کسانو په ډله کې تازه رسېدونکي مهاجر او هغه کډوال شته چې د کمپونو د تخلیې عملیاتو سره سره لا هم په سړکونو کې پاتې دي.

د یوتوپیا ۵۶ غړي فلوران بوایې کډوال نیوز ته وایي: «د نویو روغتیایي بندیزونو په پام کې نیولو سره موږ نه شو کولی چې له ښاریانو څخه وغواړو چې دغو کورنیو ته د اوسېدو ځای برابر کړي. تر دې دمخه دوی په دوو کلیساګانو کې چې د پاریس په ۱۸مه ناحیه او په اوبرویلیې کې دي ځای پر ځای شوي ول. خو د ګرځبندیز د نرم کېدو او د کلیساګانو د پرانیستل کېدو وروسته دوی له دغو ځایونو څخه وایستل شول او اوس په سړکونو کې شپه سبا کوي.»

ښاغلي بوایې وایي چې له دوو میاشتو راهیسې دغه مهاجر، چې ډېری یې افریقایان دي، هره ورځ ۱۱۵ شمېرې ته زنګ وهي چې د شپې لپاره د خوب ځای پیدا کړي. خو څوک یې زنګ ته ځواب نه ورکوي. د نوموړي په حواله د نوي کمپ د جوړولو هدف دا دی چې رسنۍ او چارواکي یادو مهاجرو ته پام وکړي.

د کمپ تر جوړېدو وروسته د قومندانۍ او د ښاروالۍ کارکوونکي سیمې ته د مهاجرو د شمېر د معلومولو لپاره راغلي دي. د ایل دو فرانس قومندانۍ د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې دغو کسانو ته سرپناه برابروي. یادې قومندانۍ زیاته کړې چې له مارچ راهیسې ۱۲۰۰۰ استوګنځي د سرپناه نه لرونکو کسانو د هرکلي لپاره پرانیستل شوي دي.

«د کمپونو د جوړولو، د تخلیې او ځورونې باطله دایره»

دا په داسې حال کې ده چې د روغتیایي کړکېچ پر مهال هم په سلګونو مهاجرو د پاریس په شمال – ختیځه سیمه کې په سړکونو کې ژوند کاوه، په ځانګړې توګه په سن – دني او اوبرویلیه کې. د سازمانونو یوې ډلې د مۍ میاشتې په ۲۷مه په یوه اعلامیه کې وویل: «له څلورو کلونو راهیسې د پاریس په شمال – ختیځه سیمه کې د کمپونو جوړولو، د تخلیې او د ځورونې باطله دایره روانه ده.» اعلامیه کې زیاته شوې چې یاد مهاجرو اوبو، روغتیایي امکاناتو، استوګنځیو او د خپلو حقونو په اړه معلوماتو ته لاسرسی نه لري.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: فرانسه: د ګرځبندیز تر پای ته رسېدو وروسته مهاجر کومو روغتیایي خدماتو ته لاسرسی لري؟ 

سازمانونو زیاته کړې چې د اپریل پر ۷مه او ۱۷مه او د مۍ پر ۸مه درې کمپونه د پولیسو قومندانۍ او دوبرویلیې ښاروالۍ له خوا خالي کړل شوي خو اوسېدونکو ته یې سرپناه نه ده برابره شوې. دغه راز چارواکو د مۍ پر ۱۵مه د مهاجرو یو بل کمپ اوبرویلیې سیمه کې خالي کړی دی.

د مهاجرو د خراب وضعیت پر وړاندې ۱۶ ټولنو او سازمانونو نن چهارشنبه د پاریس اداري محکمې ته شکایت ثبت کړی چې درې غوښتنې پکې درج شوې دي : د کانال سن – دني کمپ ټولو اوسېدونکو ته دې سرپناوې برابرې کړل شي، مهاجر باید کمپ ته نږدې د اوبو نلونو، حمامونو او تشنابونو ته لاسرسی ولري، او د کمپونو د تخلیې هغه عملیاتونه ودرول شي چې په پایله کې یې مهاجرو ته سرپناه نه برابرېږي.

کډوال نیوز هڅه وکړه چې د ایل دو فرانس او سن دني قومندانیو او د اوبرویلیې ښاروالۍ سره اړیکه ونیسي، خو بریالی نه شو.  

 

نورې ليکنې