هغه لارۍ چې د ۳۰ ویتنامي کډوالو مړي پکې موندل شوي وو. کرېډېټ: رویترز
هغه لارۍ چې د ۳۰ ویتنامي کډوالو مړي پکې موندل شوي وو. کرېډېټ: رویترز

فرانسوي او بلجیمي چارواکو په کال ۲۰۱۹ کې یوه لارۍ کې د ۳۹ ویتنامیانو د مړینې په تړاو نږدې ۳۰ کسان نیولي دي. داسې ګومان کېږي چې دغه کسان د انساني قاچاقو له یوې داسې ډلې سره تړاو لري چې مهاجر له اسیایي هیوادونو څخه اروپا ته انتقالوي. یاده لاري د ۲۰۱۹ په اکټوبر میاشت برتانیا کې موندل شوې وه.

د پاریس او د بلجیم محکمو پرون چهارشنبه د مۍ میاشتې ۲۷مه اعلان وکړ چې د سه شنبې په ورځ یې د ۳۹ ویتنامیانو د مړینې په تړاو ۲۶ کسان نیولي چې ۱۳ تنه یې په فرانسه او ۱۳ تنه نور یې په بلجیم کې دي.   

یاده لاري چې پکې د ۸ ښځو په ګډون ۳۹ کسان سپاره ول او د بلجیم له زیبروژ سیمې څخه برتانیا ته تللې وه، د ۲۰۱۹ په اکټوبر میاشت کې د لندن په ختیځه ګرېس سیمه کې موندل شوې وه.

د بلجیم فدرال محکمې ویلي چې  د څېړنو موخه یې دا وه چې یاده جرمي ډله کې د بېلابېلو شکمنو کسانو رول معلوم کړي. سرچینې زیاته کړې چې له نیول شویو څخه ۱۱ تنه یې ویتنامیان او ۲ تنه نور یې مراکشیان دي. دغه راز ۵ تنه نور د انساني قاچاق او جرمي ډلو کې د ګډون په تور محکوم شوي دي.

بل پلو فرانسوي چارواکي وایي چې د یادې پېښې په تړاو یې ۱۳ کسان په ایل دو فرانس کې نیولي دي. فرانسوي څارنوال رمي هایتز لیکلي چې دغه کسان جرمي ډلو کې د ګډون او د اسیایي مهاجرو او په ځانګړې توګه د ویتنامیانو د انتقالولو په تور نیول شوي دي. که څه هم فرانسوي چارواکو د یادو کسانو هویت نه دی په ډاګه کړی، خو د فرانسې خبري اژانس د یوې سرچینې له قوله وایي چې شکمن کسان ویتنامیان دي.

یادو څېړنو کې د یوروجست او یوروپول اروپایي اژانسونو او همدارنګه برتانیا، فرانسې، بلجیم او اېرلنډ ګډون درلود. تر دې دمخه اېرلنډي چارواکو د هغه کس د نیولو خبر ورکړی و چې ښایي د یادې غمجنې پېښې اصلي مسول وي.

دغه راز برتانیا کې د لارۍ چلوونکي ۲۵ کلن موریس روبینسون په ګډون ۵ کسان محکوم شوي دي. ښاغلي روبینسون د اپریل میاشتې په پیل کې د لنډن په یوه محکمه کې خپل جرم منلی و.

 

نورې ليکنې