د رېګنسبورګ ښار په مهاجر کمپ کي هم د کرونا د مثبتو پيښو خبرونه ورکول سوي دي.
د رېګنسبورګ ښار په مهاجر کمپ کي هم د کرونا د مثبتو پيښو خبرونه ورکول سوي دي.

په داسي حال کي چي په آلمان کي مجموعا د کرونا نوي پښي کمي سوي، په نوو مهاجر کمپونو کي د دغه ويروس د خپرېدو خبرونه ورکول کيږي.

هغه دوه مهاجر کمپونه چي په د تازه خبرونو له مخي پکښي د کرونا پيښي ثبت سوي دي يو يې په ماينڅ ښار کي او بل يې په رېګنسبورګ کي واقع دی. دا په داسي حال کي چي کارپوهانو تر مخه لا خبرداری ورکړی ؤ چي په مهاجر کمپونو کي د کرونا ويروس د خپرېدنې ګواښ زيات دی.

د ماينڅ ښار د روغتيايي چارو ادارې د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د می ۲۶مه) خبر ورکړ چي د پناه غوښتونکو په يو کمپ کي ۵۲ د کرونا مثبتي پيښي ثبت سوي دي. د ځايي رسنۍ اېس ډبليو آر له خوا په يو راپور کي ويل سوي دي چي په نوي کرونا ويروس اخته سوو دغو مهاجرو کي يو شمېر ماشومان هم شامل دي.

يوه اونۍ مخکي صرف د ۱۷ مثبتو پيښو خبر ورکول سوی  چي د می تر ۱۹ مې نېټي پوري د دغو پيښو شمېر درې چنده زيات سو. د پروتستانت خبري آژانس په وينا يو ځايي چارواکي ويلي چي په کرونا ويروس د اخته سوو دغو کسانو تر منځ يا خو هيڅ علايم نه دي راڅرګند سوي او يا ډېر سپک او کوچني علايم رابرسېره سوي دي. د ماينڅ په دغه مهاجر کمپ کي چي «اليانڅ هاوس» نوميږي په ټوليزه پکښي ۱۲۰ مهاجر اوسيږي.

په ياد کمپ کي د کرونا لومړۍ مثبته پېښه څو اونۍ تر مخه په يو مهاجر او د هغه په لس د کورنۍ په غړو کي وموندل سوه. که څه چي دغه مهاجر له نورو څخه بېل کړل سول او د ښار بلې برخي ته ولېږل سول، خو بيا هم د دغه مهاجر کمپ په نورو اوسېدونکو کي هم د کرونا علايم راښکاره سول.

د ايس ډبليو آر د خبر له مخي د ماينڅ ښار په دغه مهاجر کمپ کي عموما درې کسان په يوه خونه کي اوسيږي. له دوی څخه بعضي يې له خپلي کورنۍ څخه هم جلا وي.

په بايرن کي انکر مرکز

د بايرن ايالت په رېګنسبورګ کي د انکر مرکز په نوم پناه غوښتونکو لوی کمپ کي هم د يو شمېر کرونا مثبتو پيښو خبرونه ورکول سوي دي. البته په دغو راپورونو کي د مثبتو پيښو معين شمېر نه دی راغلی.

انکر هغه مرکزونه دي چي پکښي له پناه غوښتنې څخه نېولې بيا تر نورو پړاونو کي پکښي تر سره کېدو تر څنګ پناه غوښتونکي ساتل کيږي، اکثره يې په بايرن ايالت کي دي. عموما په دغو مراکزو کي په سلهاؤ پناه غوښتونکي ساتل کيږي او د پناه غوښتنې د بشپړه پروسې پر وخت دغه مهاجر په همدغه کمپ کي ځای پر ځای وي.

د آلمان د خبري آژانس د راپور پر اساس د کرونا مثبتي پيښي هغه وخت په ياد انکر مرکز کي ثبت سوې، کله چي په ډليزه توګه په دغه مرکز کي معاينې وسوې. دغه نوي مثبت پيښي د دې لامل سوې چي د رېګنسبورګ ښار تر تنقيدي ۵۰ مثبتو څخه زياتو پيښو لرونکو ښارونو په قطار کي شامل سو. د آلمان حکومت معيار ټاکلی چي په کوم ښار کي چي له د ۱۰۰ زرو اوسېدونکو پر سر تر ۵۰ څخه زياتي د کرونا مثبت پيښي ثبت سي، بايد چي ځانګړي د محدوديتونو تدابير ونيسي.

د مهاجرو د ملاتړ سازمانونه له زيات وخت راهيسي خبرداري ورکوي چي د مهاجرو کمپونه د کرونا ويروس له کبله تر سخت ګواښ لاندي دي. دغه سازمانونه او مرستندويان وايي چي په مهاجر کمپونو کي اوسېدونکي مهاجر هغه واټن نه سي مراعت کولای لکه چي سپارښتنه یې کيږي. يو شمېر سازمانونو د مهاجر کمپونو د تړلو ږغ کړی دی.

د بيليفېلډ پوهنتون له خوا د تره سره سوي يوې تازه څېړني په راپور کي راغلي چي په مهاجر کمپونو کي د استراحت د لويو کښتيو په شان او اندازه د کرونا د ويروس د خپرېدو ګواښ موجود وي. په دغه راپور کي راغلي چي دمګړی د ۲۳ کمپونو تر ۶۰۰۰ څخه زيات پناه غوښتونکي قرنطېن دي او بل دا چي نژدې ۱۴۰۰ څخه زيات پناه غوښتونکي په کويد ۱۹ اخته دي.

تېره اونۍ د آلمان بن ښار ته نژدې په د سانکت اوګستين سيمي په يو مهاجر کمپ کي ۱۶۵ مثبتي پيښي اعلان سوي وې. له هغه مخکي په اپريل کي د اېواګن سيمي څخه په مهاجر کمپ کي د ۲۰۰ مثبتو پيښو خبر ورکول سوی ؤ. د کرونا د بحران د پېل راهيسي په آلمان کي يو شمېر د پناه غوښتونکو کمپونه قرنطېن سوي دي.

 

نورې ليکنې