کارګر په باغ کي د کار پر وخت / انځور: ايماګو
کارګر په باغ کي د کار پر وخت / انځور: ايماګو

د يونان د زراعت او د قريو د پراختيا وزارت د بهرنيو کاګرو په وړاندي د حاصل شکولو په ترڅ کي د کرونا محدوديتونه نرم کړي دي. ايا پناه غوښتونکي هم په تشه ډکولو کي مرسته کولای سي؟

په يونان کي زيات بزګران او د باغونو مالکان داسي بيره لري چي د کارګرو د کمښت له کبله يې ښايي مېوې او حاصلات په کښت يا باغونو کي بېله دې چي وشکول سي، وروستۍ او خوسا سي. د شمالي يونان له پاناګيوتيس ګاونتيس څخه يو بزګر و فرانس پرېس خبري آژانس ته ويلي: «بېله د آلبانيا هيواد د کارګرو څخه به موږ د ناکو د يوې ونې د مېوې په اندازه حاصل لا هم ونه لرلای سودغه بزګر وايي چي له آلبانيا څخه راتلونکو کارګرو په مرسته له کالونو راهيسي خپل د باغ مېوې له ونو راشکوي. دغه بزګر و ياد خبري آژانس ته ويلي دي چي سږ کال په باغونو کي د کار کوونکو کارګرو شمېر د تېر کال په پرتله نيم کم سوی دی.

د کرونا بحران پر وخت محدوديتونه د کارونو د لا مغلقه کېدو لامل سوي دي. دا د هغه نرمښتونو باوجوده چي د می مياشتې په لومړۍ نېټه يې د يونان حکومت اعلان وکړ.

روزګار د ادغام د چټک کېدو لامل ګرځي

په يونان کي د UNHCR استازی فيليپه لېکلېرک د زيات وخت راهيسي د دې وړانديز کوي چي د يونان د کار په بازار کي د مهاجرو د ادغام پروسه دي لا چټک کړله سي. نوموړي په ۲۰۱۹ کال له يو شمېر يوناني ټاپوګانو څخه ليدنه وکړه او د بېلګي په توګه د ځايي فېټا پنير په توليد کي د مهاجرو د په کار لګولو پروژې يې وکتلې.

د فرانس پرېس خبري آژانس د راپور له مخي د ملګرو ملتونو د ياد سازمان استازي لېکلېرک په تيرو وختونو کي د يونان پر حکومت په ټينګار سره ږغ کړی دی چي د مېوو د شکولو په کار کي هم «له شته کاري قوې» يعني مهاجرو څخه کار واخلي. هغه زياته کړې: «موږ بايد و مهاجرو ته د داسو امکاناتو د برابرولو په لاره کي انعطاف منونکي واوسو چي په ترڅ کي يې هغوی خپله رزق پخپله ګټلای او مدغم کېدلای سي.» ياد سازمان په يونان او نوره نړۍ کي يو شمېر داسي پروګرامونه معرفي کړي دي چي په ترڅ کي يې پناه غوښتونکو ته روزګار لټول کيږي.

خو د يونان حکومت زيات لېوال نه معلوميږي چي د حاصل اخيستلو په ترڅ کي پناه غوښتونکي په کار واچوي. د فرانس پرېس خبري آژانس د يونان د اړونده وزارت له يوې نه نومول سوي منبعې په حواله ليکلي چي «غيرقانونه» مهاجر په کښتونو کي په کار نه سي لګول کېدلای. دغې منبعې زياته کړې چي له بل اړخه قبول سوي پناه غوښتونکي په کښتونو کي د کار له پاره موزون نه دي او يا د هغوی تر منځ د دغه کار له پاره لېوالتيا کمه ده.

خو بعضي بزګران د فرق کولو هيله کوي. د نيا پېسېګيس په نوم د بزګرانو د اتحاديې رئيس پاولوس ساتولياس و فرانس پرېس خبري آژانس ته ويلي دي چي بزګران «د کالونو راهيسي له حکومت څخه غوښتنه کوي چي و مهاجرو ته مؤقتي د کار اجازې ورکړي تر څو هغوی نور ناقانونه ونه اوسي، خو په دې ترڅ کي هيڅ هم نه دي سوي.»

ساتولياس پوښتنه کوي چي نه پوهيږي ولي دا موضوع دومره مغلقه نيول کيږي حال دا چي د کاوو د شکولو چل زده کول حد اکثر دوې ورځي نيسي او څه د الوتکي د الوزولو زده کولو په شان مشکل کار نه دی.

ايټاليې تېره اونۍ د مؤقتي شپږمياشتنۍ کاري اجازې د ورکړې اعلان وکړ. د دغه آسانتيا مقصد دا دی چي په کښتونو کي د کار له پاره د کارګرو په موندنه کي آساني رامنځ ته سي. خو د کارګرو اتحاديې د دغو نوو اصولو پر ضد احتجاج کوي او وايي چي د کارګرو له پاره کمي خو د کار ورکوونکو له پاره زياتي ګټي لري.

ورته حالت ښايي په يونان کي هم رامنځ ته سي چيري چي د توت زميني په ساحه کي د کارګرو پر زبېښاک زيات راپورونه موجود دي.

په داسي حال کي چي صرف د يونان په شمالي برخه کي بزګران د مندکه لرونکو مېوو د شکولو له پاره ۱۵۰۰۰ کارګرو ته اړتيا لري، د بزګرانو په وينا ځايي اوسېدونکي نه دي چمتو چي په دې ډګر کي کار وکړي.

خو له بل اړخه يو شمېر هغه يونانيان چي د کرونا بحران پر وخت يې خپل کارونه له لاسه ورکړي، هغوی هم په زراعتي سيکتور کي و کارونو ته مخه کړې ده.

له بل اړخه په غير رسمي توګه په «دې کنورسېشن» رسنۍ کي د خپور سوي يو راپور په حواله په يونان کي د زارعت په برخه کي کار کوونکي زياته برخه مهاجر کارګر تشکيلوي. په دې ترڅ کي د بېلګي په توګه د ۱۲۰۰۰ بنګله ديشي کارګرو څخه ذکر سوی دی چي په ياد ډګر کي کار کوي.

د يادي رسنۍ په راپور کي راغلي چي په رسمي توګه د يونان په زراعتي سيکتور کي ۵۰٪ بهرني کارګر دی. د دغه راپور ليکونکي زياته کړې چي که غېر سمي او په اصطلاح تور کار کوونکي کي هم وشمېرل سي نو ښايي په يونان کي د زراعت په سيکتور کي کار کوونکو څخه ۹۰٪ يې بهرني کارګر وي.
په ياد راپور کي د بهرنيو ګارګرو او په زياته ناقانونه کارګرو له پاره د ډېرو سختو شرايطو يادونه هم سوې ده چي د راپور له مخي دغه کارګر په ډيرو خرابو شرايطو کي ساتل کيږي او پکښي زيات وخت ناروغان هم شامل وي چي درملنه يې نه کيږي. په راپور کي راغلي ول چي زيات شمېر دغه کار ګر حتی د سرپټي ځای نه ترلاسه کوي.

پر ونو د مېوو له ورستېدو څخه بيره

د يونان په شمال کي په باغونو او کښتونو کي د اړين شمېر کارګرو څخه صرف نيمه برخه موجود دي او د ستونزي د هوارۍ له پاره هڅې ادامه لري. د يونان اړونده دولتي ادارې ويلي دي چي تر ۹۰۰۰ څخه کمو بې روزګاره يونانيانو د مارچ په مياشت کي په کښتونو کي د کار کولو له پاره غوښتنه کړې وه.

د آلبانيا حکومت وايي چي اټکل کوي چي د ۷ او ۱۰ زرو تر منځ د دغه هيواد کارګر به وکولای سي چي د يونان په کښتونو کي د کار په پروژه کي ونډه واخلي. په دې ترڅ کي تېره اونۍ ۹۰ آلبانيايان د سرويس موټرو په مرسته يونان ته ورسېدل. په يونان کي د اسپارګوس په نوم سابه يا سبزي ډول حاصل تر مخه لا په جزوي توګه له منځه تلل دی. اوس داسي اندېښنې موجودي دي چي داسي نه چي يو شمېر نوري مېوې هم په کښتونو او يا باغونو کي بېله شکولو خوسا يا ورستې نه سي، ولي چي د کارګرو کمښت دی.


 

نورې ليکنې