سدریک هرو د مۍ میاشتې پر ۱۳مه بشپړ برائت ترلاسه کړی و. کرېډېټ: پېکچر الاینز
سدریک هرو د مۍ میاشتې پر ۱۳مه بشپړ برائت ترلاسه کړی و. کرېډېټ: پېکچر الاینز

که څه هم د مۍ میاشتې په ۱۳مه د لیون د استیناف محکمې فرانسوي برزګر سدریک هرو ته بشپړ برائت ورکړی و، خو اوس یې دوسیه یو ځل بیا محکمې ته راجع شوې ده. نوموړی په دې تورن و چې په ناقانونه توګه یې فرانسې ته د مهاجرو د داخلېدو زمینه برابره کړې.

د سدریک هرو مدافع وکیلې سبرینا ګولدمن د خپل موکل پر وړاندې دا پرېکړه غندلې ده. سدریک هرو د مۍ میاشتې پر ۱۳مه د لیون د استیناف محکمې له خوا بشپړ برائت ترلاسه کړی و.

په لومړي سر ټاکل شوې وه چې د ښاغلي هرو محاکمه د ۲۰۲۰م کال د اپریل پر ۱۵مه ترسره شي، خو د کورونا ویروس ناروغۍ له امله یې محاکمه وځنډول شوه.

فرانسوي څارنوال فابریس ترېمل تېره مارچ میاشت  له محکمې څخه سدریک هرو ته د ۸ تر ۱۰ میاشتو بند غوښتنه کړې وه او زیاته یې کړې وه چې نوموړي هرو څو ځله فرانسې ته د مهاجرو د غیرقانوني راتګ زمینه برابره کړې ده.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: سدریک هرو یا هغه فرانسوی چې د کډوالو ژوند ژغوري

سدریک هرو د ۲۰۱۷ په اګست میاشت کې د اېکس آن پروونس محکمې له خوا خپل کور ته د ۲۰۰ مهاجرو د ځای ورکولو لپاره په ۴ میاشتو بند تر محکومېدو وروسته د فرانسې د قانون اساسي شورا ته مراجعه وکړه.

یادې شورا د ۲۰۱۸ د جولای پر ۶مه پرېکړه وکړه چې «له مهاجرو سره بې غرضه مرسته، که فردي وي او یا سازمان یافته، د تعقیب وړ نه ده.»

محکمې بیا د ۲۰۱۸ په ډسمبر میاشت کې د ښاغلي هرو محکومیت لغو کړ او د ده دوسیه د لیون استیناف محکمې ته واستوله.

 

نورې ليکنې