دا کمپ د سه شنبې په شپه د پاریس په لا ویلت سیمه کې جوړ شوی و. کرېډېټ: یوتوپیا ۵۶
دا کمپ د سه شنبې په شپه د پاریس په لا ویلت سیمه کې جوړ شوی و. کرېډېټ: یوتوپیا ۵۶

تېره ورځ د پاریس په لا ویلت سیمه کې د ۸۰ مهاجرو له خوا جوړ شوی کمپ وتړل شو. خو د فرانس تغ دزیل ادارې په حواله د پاریس په شمال – ختیځه سیمه کې لا هم ۳۰۰ تر ۳۵۰ کډوال په سړکونو شپه سبا کوي.

د یوتوپیا ۵۶ سازمان غړي فلوران بوایې د مهاجرو کمپ پر تړل کېدو تعجب ښيي.  فرانسوي چارواکو د ۲۴ ساعتونو تر تېرېدو وروسته پرون پنجشنبه د سهار له خوا یاد پندغالی وتاړه. د کمپ اوسېدونکي هغې ښځې کورنۍ دي چې د قومندانیو د سرپناه ورکولو عملیاتو سربېره یې لا هم په سړکونو کې ژوند کاوه.

ښاغلې بوایې وایي چې یوتوپیا ۵۶ له دوو میاشتو راهیسې ښاروالۍ ته د دغو مهاجرو د وضعیت په اړه په منظمه توګه اطلاع ورکوي. نوموړی زیاتوي: «موږ هره ورځ دوی ته رپوټونه ورکوو، پیغامونه ور لېږو، دوی ته وایو چې د روغتیایي کړکېچ له امله فرانسوۍ کورنۍ دغو کسانو ته ځای نه شي ورکولی. دوی تل وایي چې د حل لاره نشته. خو نن سهار یې اعلان وکړ چې د مهاجرو لپاره د اوسېدو ځای شته.» ښاغلي بوایې دا کار د «شرم وړ» بولي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: د پاریس په شمال ختیځه سیمه د کډوالو نوی کمپ، سازمانونو محکمې ته شکایت کړی

چارواکو زیاته کړې چې دغه کمپ کې د ۲۰ ماشومانو په ګډون نږدې ۸۰ کسان اوسېدل. د فرانسې خبري اژانس په حواله یاد مهاجر د پاریس هوټلونو یا د هرکلي مرکزونو ته انتقال شوي دي.

که څه هم یوتوپیا ۵۶ د چارواکو د دې اقدام هرکلی کوي، خو دغه ټولنه کډوالو ته د اوسېدو ځای د برابرولو مودې په اړه اندېښنه ښيي. د یادې ټولنې په حواله ډېری کډوال څو ورځې وروسته بېرته سړکونو ته استول کېږي. یوتوپیا ۵۶ همدارنګه د استوګنځیو په اړه اندېښنه څرګندوي. فلوران بوایې وایي چې یاد مهاجر وېرېږي، ځکه چې دوی نه  پوهېږي چې چېرته ځي.

سړکونو کې د کډوالو د شمېر زیاتوالی

  د فرانسې خبري اژانس د یوې اریتریایۍ له قوله وایي: «موږ خوشاله یو... خو زه پوهېږم چې هغوی ما پېژني. ما ته څو ځله په هوټلونو کې ځای ورکړل شوی. خو د لږې مودې لپاره.» 

نوموړې له ۴ کلونو راهیسې د پاریس پر سړکونو شپه سبا کوي. 

یوتوپیا ۵۶ وایي چې ځینې مهاجر هوټلونو ته انتقال شوي خو ځینې نور کسان د پاریس په ۲۰مه ناحیه یوه جمنازیم ته استول شوي دي.

بل پلو د فرانس تغ دزیل ادارې مشر پییر هانري وایي چې د پاریس د شمال – ختیځې سیمې په سړکونو کې لا هم ۳۰۰ تر ۳۵۰ مهاجر پاتې دي. نوموړی زیاتوي چې دغه مهاجر هغه کسان دي چې غوښتل یې سړکونو کې پاتې شي. ځینې مهاجر هم تازه رسېدونکي او یا هغه کسان دي چې  تر دې دمخه یې فرانسوۍ کورنیو کې ژوند کاوه. دی سړکونو کې د کډوالو د شمېر د زیاتوالي په هکله اندېښنه څرګندوي.

نوموړی دغه راز غوښتنه کوي چې د ژمي رخصتي ګانې باید د روان کال تر پایه پورې تمدید شي څو د هغو زرګونو کسانو وضعیت معلوم شي چې په استوګنځیو کې ژوند تېروي.

بل پلو د ایل دو فرانس قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ګرځبندیز له پیله راهیسې د سرپناه ورکولو ۴ عملیاتونه ترسره شوي چې په پایله کې یې ۱۱۰۰ کسانو سرپناه موندلې او د ټولنیزو او روغتیایي خدماتو څخه برخمن شوي دي.

خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې ایل دو فرانس کې چارواکو هره شپه ۱۳۱۰۰۰ کسانو ته د خوب ځای برابر کړی او د روغتیایي کړکېچ له پیله راهیسې یې ۸۶۰۰ نوي ځایونه هم پرانیستلي دي.

 

نورې ليکنې