د کپتان مورګان هغه کښتۍ چې کډوال پکې ساتل کېږي. کرېډېټ: پېکچر الاینز
د کپتان مورګان هغه کښتۍ چې کډوال پکې ساتل کېږي. کرېډېټ: پېکچر الاینز

د ټایمز آف مالتا ورځپاڼې د یو رپوټ له مخې د مالتا حکومت د دغه هیواد د ساحلي ځواکونو له خوا د ۷۵ مهاجرو تر ژغورنې وروسته یوې توریستي بېړۍ ته د دوی د ساتلو ماموریت سپارلی. دا څلورمه بېړۍ ده چې له مدیترانه څخه ژغورل شوي کډوالو لپاره ځانګړې شوې ده. د کپتان مورګان په درېو نورو بېړیو کې ۳۵۰ مهاجر سپاره دي.

ورځپاڼې حکومت ته د نږدې سرچینو له قوله ویلي چې د کپتان مورګن ټولې بېړۍ نیول شوې دي نو ځکه دا ځل د سوپریم کروزېز کمپنۍ یوې بېړۍ ته له مدیترانې څخه د ژغورل شویو کډوالو د ساتلو ماموریت سپارل شوی دی.

د یادې کمپنۍ ویاند ټایمز اف مالتا ته ویلي چې دغه بېړۍ به د والیتا ختیځې سیمې ته ځي چېرې چې د کپتان مورګان درې بېړۍ هم ولاړې دي. یادو بېړیو کې تر ۳۵۰ کسان ایسار پاتې دي.

نوموړي دا هم ویلي چې حکومت د سوپریم کروزېز کمپنۍ څخه د داسې یوې بېړۍ د برابرولو غوښتنه کړې چې د ۲۵۰ کسانو د ځایېدو ظرفیت ولري.

تېره چهارشنبه شپه مالتایي ځواکونو له سمندره د کډوالو یوه ډله وژغورله او کپتان مورګان بېړۍ ته یې انتقال کړه. ټاکل شوې چې دوی له کپتان مورګان څخه د جېد په نامه نوې بېړۍ ته انتقال شي.

مدیترانه کې د کډوالو د ژغورنې ټېلېفوني پلټفورم الارم فون د چهارشنبې په ورځ سمندر کې د داسې یوې بېړۍ په اړه اطلاع ورکړې وه چې نږدې ۸۰ کسان پکې سپاره ول. دغه بېړۍ له لیبیا څخه د اروپا په لور روانه شوې وه. بېړۍ کې سپرو مهاجرو الارم فون ته ویلي وو چې دوی د مالتا د ژغورنې او لټون په زون کې دي.

یاد سازمان زیاته کړې وه چې څو ساعته وروسته مهاجرو دوی ته یو ځل بیا ټېلېفون کړی او ویلي یې دي چې بېړۍ ته اوبه دننه شوې او ماشین یې هم له کاره لوېدلی دی.

مالتا او لیبیا د ناقانونه مهاجرت پر وړاندې د مبارزې پر سر توافق کړی

د مالتا لومړي وزیر روبرت ابلا پرون پنجشنبه لیبیا ته د سفر پر مهال د دغه هیواد له چارواکو سره د هغو مهاجرو په اړه خبرې اترې وکړې چې له لیبیایي سواحلو څخه اروپا ته د سفر لپاره هڅه کوي.

نوموړي وویل چې د دې سفر پر مهال د لیبیا د ملي یووالي مشر فیاض سراج سره د ناقانونه مهاجرت پر وړاندې د مبارزې پر سر موافقې ته رسېدلې ده. 

ښاغلي ابلا د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې اصلي لاره دا ده چې د لیبیا په سواحلو او سوېلي پولو کې اقدامات وشي.   

«له نړیوالو حقونو څخه سرغړونه» 

په همدې حال کې د بخښنې نړیوال سازمان د مالتا لومړي وزیر ته د یو لیک په استولو سره ویلي چې په نامناسبو شرایطو کې د خلکو ساتل قانوني بنسټ نه لري. د یاد سازمان له مخې ژغورل شوي کسان د دفاع وکیلانو، ژباړونکو او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې چارواکو ته لاسرسی نه لري.

بل پلو د بشري حقونو څار سازمان په یوه خبرپاڼه کې د مالتا چلند د مهاجرو«ناقانونه زنداني کول» بللي او زیاته  یې کړې چې دا له بشري او اروپایي حقونو څخه سرغړونه ده.

تر دې دمخه مالتایي چارواکو ویلي وو چې اروپایي ټولنه باید خپل مسولیت ومني او د ژغورل شویو کډوالو د منلو لپاره دې یو دایمي مکانیزم جوړ کړي.  د مالتا د بهرنیو چارو وزیر اواریست بارتولو تېره پنجشنبه په یوه خبرپاڼه کې لیکلي وو چې د مالتا د کډوالۍ مرکزونو کې د مهاجرو شمېر دوه چنده شوی دی.

خبرپاڼه کې زیاته شوې وه چې په تېرو کلونو کې مالتا ته د رسېدلو مهاجرو یوازې ۸ سلنه یې د اروپایي ټولنې له خوا منل شوې. د روان میلادي کال پر مهال مالتا ته د رسېدلو ۱۵۰۰ کسانو له ډلې څخه فرانسې او پورتګال یوازې د ۳۶ مهاجر منلي دي.

د ښاغلي بارتولو په حواله مالتا د اروپایي ټولنې د بهرني سرحداتو ساتنه کوي، خو دا هیواد نه شي کولی چې د اروپا د کړکېچ پر مرکز بدل شي.

 

نورې ليکنې