له ارشیف څخه: کډوال د بوسنیا په ووچیاک کمپ کې
له ارشیف څخه: کډوال د بوسنیا په ووچیاک کمپ کې

د بوسنیا پولیسو نن جمعه وویل چې کروشیا پولې ته نږدې د بوسنیا په یوه کلي کې دوه مهاجر د کډوالو ترمنځ شخړې په پایله کې وژل شوي دي.

نن جمعه د مۍ میاشتې ۲۹مه د بوسنیا کازین کلي ته نږدې دوه مهاجر په چړو وژل شوي دي. د بوسنیا پولیسو ویاند ال سیلجیدیک اسوشیتد پرس ته ویلي چې ښایي دغه کسان د مهاجرو تر منځ شخړې په پایله کې وژل شوي وي.

د کلي اوسېدونکو پولیسو ته د پېښې په اړه خبر ورکړی. پولیسو سیمې ته تر رسېدو وروسته پر یوه لاره دوه جسدونه موندلي دي.

د پولیسو ویاند ویلي چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي، خو یادو مهاجرو هویت تر اوسه نه دی معلوم. 

د چارواکو په حواله د ګرځبندیز تر نرمېدو وروسته د بالکان له لارې اروپا ته د راتلونکو مهاجرو په شمېر کې یو ځل بیا زیاتوالی راغلی دی.

د ګرځبندیز پر مهال په زرګونو مهاجر بالکان مسیر کې بند پاتې وو. خو د بوسنیا پولیسو ویاند وایي چې په تېرو څو ورځو کې د مهاجرو شمېر لوړ شوی او نن سبا هره ورځ ۱۰۰ تر ۱۵۰ مهاجر کروشیا ته د ورتګ لپاره د بوسنیا شمال لویدیځې سیمې ته راځي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې دمخه نړیوالو سازمانونو کروشیایي سرتېري پر دې تورن کړي چې د مهاجرو سره تاوتریخجن چلند کوي. 

 

نورې ليکنې