مالاکاسا کمپ. کرېډېټ: رویترز، له ارشیف څخه
مالاکاسا کمپ. کرېډېټ: رویترز، له ارشیف څخه

د رپوټونو په حواله پرون یکشنبه د مۍ میاشتې ۳۱مه د یونان پلازمېنې اټن ته نږدې مالاکاسا ښار کې د مهاجرو د یو کمپ پر ضد د مظاهرو پر مهال د یوناني پولیسو او د ځایي اوسېدونکو ترمنځ شخړې رامنځ ته شوې دي.

یوناني ځواکونو د هغو مظاهره کوونکو پر وړاندې اوښکې بهوونکې ګاز وکاروه چې د مهاجرو پر ضد د لاریون پر مهال یې د مالاکاسا ښار لاره بنده کړې وه. 

شخړو کې د دواړو لوریو ځینې کسان ټپیان شوي دي.

په همدې حال کې د مالاکاسا ښاروال یورګوس جیاسیماکیس یوې یونانۍ رسنۍ ته ویلي: «دا یوه سوله ییزه مظاهره وه، خو دوی موږ ووهلو.»

بل پلو د پولیسو یوې سرچینې انا خبري اژانس ته ویلي چې شخړو کې ۶ پولیسان ټپیان شوي دي.

مالاکاسا کمپ تېره مارچ میاشت له هغې وروسته پر یو لوی پندغالي بدل شو چې په سلګونو مهاجر پکې ځای پر ځای شول.

تېره اپریل میاشت چارواکو د مالاکاسا کمپ د یو افغان اوسېدونکي د کورونا مثبتې ازموینې وروسته یاد پندغالی قرنطین کړی و.

د مالاکاسا شاروال دا هم ویلي چې د کورونا ویروس روغتیایي کړکېچ سربېره د کمپ اوسېدونکي په ازاده توګه تګ راتګ کوي او ګرځبندیز نه مراعاتوي. نوموړی زیاته کړې: «تېره شنبه او یکشنبه دوی غره ته وختل او اور یې بل کړ. موږ ډېر ژر اور مهار کړ.»

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې د شمېرو له مخې نن سبا نږدې ۱۲۰ زره پناه غوښتونکي په یونان کې اوسېږي چې ۳۲۰۰۰ تنه یې د یونان په پنځو ټاپوګانو کې ایسار پاتې دي.

د ټاپوګانو چارواکي له میاشتو راهیسې پر دولت فشار راوړي چې یاد مهاجر مرکزي یونان ته انتقال کړي، خو مرکزي یونان کې هم ځینې کسان د مهاجرو د شتون سره مخالف دي.

 

نورې ليکنې