د بوسنیا امنیت وزیر فرودین رادونسیک. کرېډېټ: دویچه وېله، اس، حسینوویچ
د بوسنیا امنیت وزیر فرودین رادونسیک. کرېډېټ: دویچه وېله، اس، حسینوویچ

د بوسنیا د امنیت وزیر پرون سه شنبه وویل چې بوسنیا کې د مهاجرت کړکېچ پر سر له ائتلافي حکومت سره د اختلافاتو له کبله له دندې استعفا ورکوي. نوموړي زیاته کړه چې د بوسنیا حکومت په خپلمنځي لانجو بوخت دي.

د بوسنیا د امنیت وزیر فرودین رادوسیک چې د دې هیواد د ښې اړخې اس. بي. بي ګوند مشر دی پرون په یوه خبري غونډه کې وویل چې د استعفا دلیلونه یې د اصولو نه مراعاتول دي. نوموړي د ناقانونه مهاجرو د مخنیوي په اشارې سره زیاته کړه چې له ائتلافي حکومت سره سیاسي اختلافات لري.

تېره میاشت ښاغلي رادونسیک له بوسنیا څخه د ۹ زره اسیایي او افریقایي مهاجرو د شړلو وړاندیز کړی و. 

فردوین رادونسیک زیاته کړې وه: «هغه کسان چې پېژندپاڼې نه لري نور نه شي کولی چې د مهاجرو او پناه غوښتونکي کمپونو ته ورشي. دوی په مستقیمه توګه زندان ته ځي.» د ده په حواله مهاجر تر هغه وخت پورې – له ۱ تر ۵ کلونو پورې - زندان کې ساتل کېږي ترڅو  چې د هغوی هویت معلوم شي. «دا مو د نوي قانون لپاره وړاندیز دی.»

خو سازمانونو د نوموړي د ویناوو په اړه غبرګونونه وښودل. دغه راز د د بوسنیا ائتلافي حکومت د مهاجرو د شړلو وړاندیز رد کړ. 

بل پلو فرودین رادونسیک پاکستان کې د بوسنیا سفیر په دې تورن کړ چې پاکستاني مهاجرو ته یې جعلي پاسپورتونه ورکړي دي. هغه همدا راز بوسنیا کې پاکستان سفیر د ناقانونه پاکستاني مهاجرو د پېژندلو په برخه کې د خپل مسولیت په نه ادا کولو تورن کړ.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: راپور: پاکستانیان بوسنیایي ویزې اروپا ته ننوتلو لپاره کاروي

د یادولو ده چې دواړو سفیرانو او دغه راز د بوسنیا تر ټولو لوی ګوند اس. دي. اې یاد تورونه رد کړي دي. 

ښاغلي رادونسیک په خپلو ویناوو کې د بوسنیا ائتلافي حکومت - چې د صربيایي، کروشیایي او بوسنیایي ګوندونو څخه جوړ شوی - ناکاره وباله او زیاته یې کړه چې د راتلونکي وضعیت په اړه خوشبین نه دی.

 

نورې ليکنې