د سلوانیا او کروشیا ګډه پوله. کرېډېټ: مهاجر نیوز
د سلوانیا او کروشیا ګډه پوله. کرېډېټ: مهاجر نیوز

د سلوانیا چارواکو پرون سه شنبه وویل چې د ګرځبندیز په نرم کېدو سره د مهاجرو د احتمالي څپې د مخنیوي لپاره له کروشیا سره ګډې پولې ته نږدې ۱۰۰۰ نوي سرتېري استولي دي.

د سلوانیا د پولیسو مرستیال کمېشنر جوز سنېکا پولې ته نږدې یوه خبري غونډه کې وویل چې یاد سرتېري سلوانیا ته د مهاجرو د ننوتلو د مخنیوي لپاره  بې پیلوټه الوتکې، د بدن د حرارت د معلومولو او د حرکت د پېژندلو کامرې او چورلکې کاروي.

د سلوانیا د پولیسو په خبره ټاکل شوې چې د دې هیواد د اردو سرتېري، د پوله ساتونکو یوه ځانګړې ډله او سپي هم د پولې ساتلو کې ونډه واخلي.

د سلوانیا لومړی وزیر جانز جانسا چې د ښې اړخې ګوند مشر دی د مهاجرو ضد سیاست لري. د یادولو ده چې ښې اړخې ګوند ځینې پلویان هم له کروشیا سره پر پوله سلوانیا ته د کډوالو د ننوتلو د مخنیوي لپاره فعالیت کوي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: سلوانیا: له کروشیا سره پر پوله د «شرم» خنډونه

ډېری وختونه کډوال اتریش او ایټالیا ته د رسېدو په هیله د کروشیا له لارې ځانونه سلوانیا ته رسوي.

ښاغلي سنېکا دا هم ویلي چې په تېرو دوو اونیو کې بالکان مسیر کې د مهاجرو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی. نوموړي زیاته کړې چې نن سبا نږدې ۱۰ زره کسان غواړي چې له صربیا او بوسنیا څخه اروپا ته ولاړ شي.  

دوه میاشتې مخکې د سلوانیا د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی و چې له کروېشیا سره پر ګډه پوله یې د خنډونو د جوړولو کار پیل کړی دی. د یاد وزارت په حواله ټاکل شوې وه چې د اپریل میاشتې پر مهال پوله کې د ۴۰ کیلومترو په اوږدوالي ازغن تار ولګول شي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: سلوانیا وایي چې له کروشیا سره پر ګډه پوله بیا هم خنډونه جوړوي

د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ د کډوالۍ کړکېچ پر مهال نږدې نیم میلیون مهاجر د سلوانیا له لارې ځانونه اروپایي هیوادونو ته ورسول.
 

نورې ليکنې