له ارشیف څخه. کرېډېت: رویترز، الیاس مارکو
له ارشیف څخه. کرېډېت: رویترز، الیاس مارکو

د یونان د کډوالۍ او پناه غوښتنې وزیر د مهاجرت کړکېچ د هوارولو لپاره نوي تدابیر اعلان کړي دي. د نوموړي په حواله د یونان حکومت د اقداماتو له کبله دې هیواد ته د رسېدونکو مهاجرو په شمېر کې کموالی راغلی دی.

د یونان د کډوالۍ او پناه غوښتنې وزیر نوتیس میتاراچي د سي ان ان ټلویزیون یونان څانګې ته ویلي چې دوی د مهاجرو د کړکېچ د هوارولو لپاره د یوه داسې پلان له مخې کار کوي چې درې پړاوونه لري.

د ښاغلي میتاراچي په حواله د یاد پلان لومړی پړاو دا دی چې پوله کې امنیت لا هم ټینګ شي. ده زیاته کړې چې د  یونان وسله والو ځواکونو، پولیسو او ساحلي ګارد د هڅو په پایله کې دغه هیواد ته د رسېدلو مهاجرو په شمېر کې ۹۰ سلنه کموالی راغلی.

 نوتیس میتاراچي دغه راز ویلي چې دوی هڅه کوي اقتصادي مهاجر له پناه غوښتونکو څخه بېل کړي نو ځکه له څه مودې راهیسې د پناه غوښتنې پرېکړې د اعلانولو کچه درې چنده شوې ده.

د یاد پلان درېم پړاو دا دی چې دوی د کډوالو لپاره د جورښتونو شمېر کم خو امنیتي تدابیر پکې زیات کړي.

د ښاغلي میتاراچي په حواله د تېرې مۍ میاشتې په ترڅ کې یوازې ۲۵۰ مهاجر یونان ته رسېدلي دي، په داسې حال کې چې د ۲۰۱۹ په مۍ میاشت کې تر ۳۰۰۰  ډېرو مهاجرو یونان ته ځانونه رسولي ول.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: یونان له ترکیې سره پر پوله د مهاجرت د نوي کړکېچ په اړه اندېښنه ښودلې 

ده زیاته کړې که څه هم د کورونا کړکېچ د مهاجرو د شمېر د کموالي یو لامل بلل کېږي، خو اصلي لامل یې د یونان حکومت «جدیت» دی.

ښاغلي میتاراچي ویلي: «زموږ هیواد د انګورو پرانیستی باغ نه دی... موږ د خپلو ځمکني او سمندري پولو ساتنه کوو.»

په همدې حال کې د مهاجرو حقونو ځینو فعالانو خبر ورکړی چې پرون سه شنبه د جون ۲مه د یونان ځواکونو د مهاجرو یوه کښتۍ په شا تمبولې چې له امله یې ۱ تن وژل شوی دی. یاده بېړۍ کې ۳۱ کسان سپاره ول.

د یونان د کډوالۍ او پناه غوښتنې وزیر دا هم وویل چې هغو یونانیانو ته احترام لري چې تر اوسه یې د مهاجرت بار وړی دی. خو  اوس دوی غواړي چې یوناني ټاپوګانو کې د مهاجرو لپاره د جورښتونو شمېر لږ او امنیتي تدابیر پکې زیات کړي.

هغه زیاته کړې چې دوی به په لومړي سر مالاکاسا کمپ ته رسېدګي کوي.

د نوتیس میتاراچي په حواله یوناني چارواکي په راتلونکو اونیو کې مالاکاسا کې یو داسې سیستم نصبوي چې کمپ ته د خلکو تګ راتګ ثبتوي. د دې سیستم د معلوماتو له مخې هغه کسان چې مالاکاسا کې د اوسېدو اجازه نه لري له کمپه شړل کېږي.

 

نورې ليکنې