په لادرکه کمسن مهاجرو کي اکثريت يې افغانان، سوريايان او مراکشيان دي.
په لادرکه کمسن مهاجرو کي اکثريت يې افغانان، سوريايان او مراکشيان دي.

په آلمان کي د هغو کمسن مهاجرو شمير ۱۷۸۵ ياد سوی دی چي چي آلمان ته راغلي او ثبت سوي خو وروسته لادرکه سوي دي.

د آلمان حکومت د ۲۰۲۰ کال د مارچ په پای کي په ټوليزه توګه د ۱۷۸۵ لادرکه بې سرپرسته يا يوازي کمسنو مهاجرو په هکله معلومات لرل. دغه مهاجر آلمان ته راغلي او د چارواکو له خوا ثبت سوي خو وروسته لادرکه سوي دي.

له ياد شمېر کمسن مهاجرو څخه ۷۱۱ يې ماشومان دي او ۱۰۷۴ يې ژڼکيان دي. يادي شمېرې د آلمان حکومت د يوې پوښتني په جواب کي ياد کړي دي. حکومت د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د جون په ۳يمه نېټه) د آلمان په پارلمان بُنډستاګ کي د حزب اختلاف د کيڼ ګوند اړونده يو کوچني سوال ته جواب ليکلی دی.

د آلمان د حکومت د وړاندي کړل سوو معلوماتو له مخي له ۲۰۱۶ کال راهيسي د لادرکه يوازي او کمسن مهاجرو په شمير کي کموالی راغلی دی. زياته سوې چي دا د هغه وروسته چي د بالقان مسير وتړل سو. حکومت د ياد شمير د کمېدو يو بل لامل دا هم بللی چي په وينا يې د کمسن مهاجرو د مراقبت او ادغام له پاره اقدامات پياوړي کړي دي.

د حکومت په جواب کي راغلي چي په ۲۰۱۶ کال د لادرکه کمسن مهاجرو شمېر ۹۴۸۲ ؤ خو په ۲۰۱۷ کال دغه شمېر ۵۹۸۵ او په ۲۰۱۸ کال دغه شمېر ۳۷۵۶ ته راټيټ سو. په ۲۰۱۹ کال د لادرکه يادو مهاجرو شمېر ۱۸۱۷ ياد سوی دی.

 د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۹ کال تر منځ له لادرکه سوو ماشوم مهاجرو څخه اکثره يې د افغانستان، سوريې او مراکش سره تړاو لرونکي ول.


 

نورې ليکنې