د شارل دوګل هوایی دګر. کړیدت: پیکسا بی
د شارل دوګل هوایی دګر. کړیدت: پیکسا بی

د رپوټونو په حواله ۱۷ ارمنستانیانو د سه شنبې په ورځ له لیون څځه ارمنستان ته ولیږدول شول. د اوفی (د فرانسی کډوالۍ او ادغام ادارې) په وینا د سلو زیات کډوالو دوسیې چې غواړې داوطلبانه خپلو هیوادو ته راستانه شي انتظار باسی. د ارمنستان، مولداویا، جورجیا، البانیا او حتی افغانستان هیوادونو مهاجر غواړې چې خپلو هیوادونو ته راستانه شي.

د ارمنستان وګړی په فرانسه کې اولنې ډله ده چې د روغتیا کړکیچ نه وروسته د دغه فرصت څخه ګټه پورته کوي: دغه ۱۷ ارمنستانیانو د سه شنبې په ورځ د (جون۲مه) د فرانسې خاوره پریښوده او خپل هیواد ته ستانه شول. د کډوالۍ او ادغام ادارې یا د اوفي عمومي مشر دیدیې لشي کډوال نیوز ته وویل:«د مثال په توګه د دوی د فامیل د وګړو ناروغی دی ته وهڅول چې دوی خپلو هیوادونو ته ستانه شي.»

د صحي کړکیچ له امله د پولو او هوايي اړیکو له بندیدو سره مخ شوی وګړو لپاره د ارمینیا حکومت د خپلو اتباعو د بیرته ستنولو لپاره الوتکه کرایه کړه. دیدیې لشي ټنکار کوي«موږ د څه مودې راهیسې کوښښ کاوه چې دوی قانع کړو چې خپلو هیواد ته ستانه شی خو بریالی نه شو، همدی لپاره مونږ د ارمنیا حکومت سره تماس ونیولو چې د نوموړو کسانو په ستندولو کې کوم چې اړین و اقدامات وکړی.»

اوفي وايي چې د فرانسې څخه د ارمنستاني کډوال داوطلبانه راستنیدو غوښتنې ډیری شوي دي. مګر د مالدیف، جورجیا ، البانیا او ځینې افغان کورنیو څخه هم لسګونه دوسیې پاتې دي چې داوطلبانه خپلو هیوادونو ته ستانه شي. دیدیې لشي زیاته کړه موږ له یوې خوا د البانیا حکومت او له بلې خوا د ترکي ایرلاین شرکت سره په خبرو اترو بوخت یو ، ځکه چې ترکش ایر لاین  پلان لري چې ژر تر ژره خپلې الوتنې پیل کړي.

ستیو ایراکوز د سیماد ویاند کډوال نیوز ته وویل:« موږ د ارمنستان ، جورجیان ، البانیایان ... «جعلی»او«اصلي» کډوالو تر مینځ پیژندلو په هڅه کي یو، دا سیاسي خبره ده چې د«ښه »او« بد» پناه غوښتونکو ترمینځ توپیر رامینځته کړو«پرته لدې چې د ژینوا کنوانسیون (د مهاجرینو د دریځ سره سم، NDLR) په انفرادي ډول محافظت ورکول کیږي ، نه د خلکو ډلو ته چې د هیواد د امنیتی وضعیت یا د دولت د تګلارې له مخې د خپلو هیواد څخه وتل وي، هغه  زیاته کړه چې د البانیا په قضیه کې د مثال په توګه ، کورنۍ یا قبیلوي شخړې د غوښتنې سرچینه کیدی شي مګر ډیری وخت د هغوی غوښتنې رد شوي دي.

د اداری تعصب له امله کډوال داوطلبانه ستنیدو ته مجبوریږي

د اوفي لخوا د ځینو افغان کورنیو قضیې په اړه ، سټیو ایراکوز وایی د "غیر انساني اروپايي پناه غوښتنې سیستم" یو بل مثال دی. په حقیقت کې ، په تیرو کلونو کې ، «د افغانانو په برخه کې متفاوت خوځښتونه شوي چې د دوی غوښتنې د نورو هیوادونو په پرتله په  بیل ډول څیړل کیږي.» په ۲۰۱۸ کال کې ، د دوی د حفاظت ترلاسه کولو کچه په بلغاریا کې ۲۴٪ ، په سویډن کې ۳۳ سلنه،۳۷ سلنه په جرمنی او ۵۰ سلنه په بلجیم کي وه. هغه په ګوته کوی «فرانسه یوازینی اروپایي هیواد دی چي ۸۰ سلنه افغانانو ته پناهندګی ورکړي دي او قانون پلي کوی.»

هغه مهال چې په نورو اروپایی هیوادونو کې د ځآی نه شتون نه ناهیلی کیږی دوی اړ دی چې په فرانسه کې خپل برخلیک و ازموی چې په نتیجه کې یی دوی «ډوبلین» کیږی او لومړي اروپایی هیواد ته بیرته د استولو خطر لري.

 ستیو ایراکوز ټینګار کوي چې:«د دی لپاره چې د ډوبلین قانوني مرحله پای ته ورسیږی دوی اړ دی چې د سرک تر غاړې یا په پارک کې پرته د مالی امکاناتو څخه دا موده تېره کړی. د دغه پروسې له وجې مونږ اړ کیږو چې کډوالو ته هر کلی نه شو ویلی. د ټولو ستونزو سربیره بیا هم دوی نه غواړی چې افغانستان ته ستانه شی.»

د متخصص په وینا، د مهاجرت لارې ستونزي  او بیا بې کوره کول، د پناه غوښتنې ګړندۍ پروسې فشار یا حقونو ته نه لاسرسی هغه پناه غوښتونکی ته «شرایط» برابروی  چې سره د دی د هغه اصلی هیواد کې خطرونه شتون لری. د داوطلبانه بیرته ستنیدو نه پرته بله لاره نه لری.

په کال ۲۰۱۹ م کې د کورنیو چارو وزارت په وینا ۲۳۷۴۶ کسان اخراج شوی، چې ۲۷۵۲ کډوال مالی مرستې ترلاسه کړې دی. ۲۵۱۵ کسان هغه بهرنیانو دی چې په غیر منظم حالت کې دي چې پریکړه کوي پرته له دی چې وشړل شی په داوطلبانه توګه ستانه کیږي، دغه شمیر کسان د کال ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کې نیمایی ته رسیدلې دي.

 


 

نورې ليکنې