د اروپا سرحدونه چی د کورونا ویروس روغتیایي بحران له امله تړل شوي، په تدریج سره بیا پرانیستل شي. ټاکل شوی چې ځینې اروپایی هیوادونه خپل د پولې کنټرولونه د جون په ۱۵مه نیټه وځنډوی. کډوال نیوز د دی په اړه معلومات راکوی.
ایتالیا: د چهارشنبی په ورځ (جون۳مه) کې خپل سرحدونه پرته له کوم محدودیت اروپایی مسافرینو ته پرانستل.
فرانسه: تر دې دمه د خپل سرحدونه خلاصول په اړه څه نده ویلي خو داسې ښکاري چې غواړي د نورو اروپایی هیوادونو سره ځان تنظیم کړي او د جون ۱۵ مه خپل سرحدونه خلاص کړی.
هالند: د جون په ۱۵ مه د اروپایی هیوادونو لپاره د سیاحتی سفرونو باندی کرځبندی نرموی.
بلجیم: د جون په ۱۵ مه خپل پولونه د اروپایی اتحادیې او انګلستان او د شینګین سیمی نورو هیوادونو سره چې د اروپایی اتحادیې غړیتوب نلري بیرته خلاص کړي.
اسپانیا: خپل پولې د فرانسه او پرتګال سره د جون په ۲۲ مه پرانیزي. د دی هیواد چارواکو وایی چې هغه مسافرینو چې د ځمکی له لارۍ دغه هیواد ته راځي به په قرنطین کې پاتی نه شی. دا امر د هوا له لارې د راتګ لپاره د جولای تر لومړۍ نیټې پورې لاهم دوام لري.
یونان: خپل سرحدونه د فرانسې په ګډون د اروپایی هیوادونو اتباعو ته د جون ۱۵ مه نیټې څخه پرانیستل.
اتریش: د پنجشنبې په ورځ (جون۴مه) خپل پولې ټول اروپایی هیوادو ته پرانیستل پرته له ایټالیا کوم چې د کورونا ویروس وبا په ناروغۍ کې ډیر اغیزمن شوی.
هنګري: د خپلو دریو اروپایی ګاونډیو اتریش، سلواکیا او چک جمهوریت سره خپلو ځمکنیو سرحدونه د پرانستلو لپاره تیاری نیسي. څلور واړو هیوادونو موافقه وکړه چې د جون تر ۱۵ مه پورې به په خپلو مشترک سرحدونو محدودیتونه لرې کړي.
سلوانیا: د می له نیمایی راهیسې خپل سرحدونه پرانستي دي.
بلغاریا: چمتو دی چې د جون له لومړۍ نیټې څخه د سربیا او یونان سره خپلې پولې پرانیزی.
سلواکیا: د می په ۲۷ مه د هنګري او چک جمهوریت سره خپلې پولې پرانیستې.
سویس: د جون په ۱۵ نیټې څخه له ایتالیا سربیره له خپلو ګاونډیو سره خپلې پولې پرانیزي.