د مانش کانال او شمالي سمندر قومندانۍ له ټویټر پاڼې څخه، @premarmanche
د مانش کانال او شمالي سمندر قومندانۍ له ټویټر پاڼې څخه، @premarmanche

د بریتانیا چارواکو د چهار شنبه په ورځ (جون ۳مه) اعلام کړی چې دوی په یوه ورځ کې ۱۶۶ کډوال د بریتانیا په ساحل کی نیولی دي.

 د بریتانیا پولیسو د مانش له کانال څخه ۸ کښتۍ نیولې دي. یادو بېړیو کې ۱۶۶ کډوال سپاره ول چې ټول یی څو ساعته مخکی له فرانسې څخه بریتانیا ته تللي.

په لومړۍ بیړۍ کې د ۱۶ ښځو په ګډون ۴۸ نارینه سپاره ول چې ویلی کیږی د ایران، عراق،کویټ او افغانستان څخه دي. دویم او دریم بیړۍ کې۱۴ او ۱۷ ښځي او نارینه سپاره ول چې د دوی تابعیت نه دی څرګنده  شوي.

۱۶ کډوال چې ویلی کیږی د عراق، کویت، ایران او د سوریه اتباعو دي په دوه کښتۍ کې سپاره ول.

همداراز په شپږم او اوومه کښتو کې ۱۳ او ۱۵ کډوال سپاره ول چې د یمن، ایران، عراق، سوریه او چین اتباعو وو.

اتمه بیړۍ کې ۱۱ نارینه چې د یمن او سوډان اتباعو وو دوور ته نږدی په سامفیر پارک کې د کنت پولیسو له خوا نیول شوي دي.

د مۍ په میاشت کې شاوخوا ۷۰۰ کسان د مانش له کانال څخه تېر شوی دي

د بریتانیا د کورنیو چارو ادارې  یوې سرچینې تایید وی چې ۱۶۶ کډوال نیول شوي او  یاد مهاجر چې له فرانسې څخه بریتانیا ته تللي د روغتیایي ازموینو د ترسره کولو لپاره دوور سیمې ته انتقال شوي دي. همدا رنګه یاد کډوالو څخه اداري څیړنې تر سره کیږی ترڅو چې ځینې کډوال بیرته فرانسې ته وشړل شي.

د مانش کانال څخه د تیریدو وروستې ریکارډ د می ۸ پورې دی چې ۱۴۵ مهاجر له پنځو بیلا بیلو کښتۍ څخه نیول شوي وو.

په روان میاشت کې د ۷۰۰ څخه ډیر کډوال د مانش له کانال په تیريدو بریتانیا ته رسیدلي دي.

د موسم او هوا ښه کیدل او د فرانسې او بریتانیا ترمنځ د ځمکنی لارۍ ترافیک ورو کیدل سبب شوی دی چی کډوالو د مانش کانال له لاری بریتانیا ته لار شي.

 

نورې ليکنې