د ایران یزد ښار کې د افغان کډوالو موټر د سوځیدو په حال کې. انځور: ټولنیزې رسنۍ
د ایران یزد ښار کې د افغان کډوالو موټر د سوځیدو په حال کې. انځور: ټولنیزې رسنۍ

د تیرې چهارشنبې په ورځ د ایران په یزد ښار کې د ایراني پولیسو له ډزو وروسته یو موټر چې ۱۲ تنه کډوال يي لیږدول اور واخیست چې وروسته بیا ۳ تنه افغانان پکې و سوځیدل او یو شمیر نور ټپیان شول. دغه پیښه پراخ غبرګونونه راپارولي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په ایران کې د افغان کډوالو د موټر د سوځیدو پیښې په تړاو د ژور خفګان په څرګندولو سره له بهرنیو چارو وزارت څخه غوښتنه کړې چې باید یاده پیښه د دواړو هیواد د ډیپلماتیکو مراجعو له لارې په جدي ډول تعقیب شي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ویاند صدیق صدیق په خپل ټویټر کې لیکلي چې دغه غوښتنه د افغانستان د کابینې په غونډه کې نن دوشنبه د جون په ۸ مه ترسره شوه.

ولسشمر د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر څخه د یادې پیښې د داومداره څارنې له امله مننه وکړه.

یاده پیښه د تیرې چهارشنبې په ورځ هغه مهال رامنځ ته شوه چې د ایران په یزد ښار کې د دغه هیواد امنیتي ځواکو لخوا پر یو موټر چې ۱۲ تنه کډوال يي لیږدول ډزې و شوې چې وروسته بیا موټر اور واخیست او  درې تنه افغان کډوال پکې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خبرولو سره ویلي چې ایراني چارواکو منلې چې د دغه هیواد انتظامي ځواکونو لخوا دغه موټر په نښه شوی.

په تهران کې د افغانستان سفیر عبدالغفور لیوال چې د دغې پيښې د څیړنې لپاره تیره اونۍ د ایران یزد ښار ته ورغلی و وايي چې یاده پيښه کې ۳ تنه افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، ۵ تنه ټپیان دي چې د یو تن روغتیايي حالت ښه نه دی.

بل پلو بیا د یزد ښار والي له سفیر سره په کتنه کې ویلي: « مونږ ته اطلاع را ورسید چې په موټر کې انساني قاچاقچیان سپاره دي نو زمونږ امنیتي ځواکونو د موټر د دریدو غوښتنه وکړه خو موټر و نه درید او تیښته يي وکړه، امنیتي ځواکونو هوايي ډزې وکړې او بیا يي د موټر پر ټایرونو ډزې وکړې چې په پایله ټایرونو اور واخیست خو موټر بیا هم و نه درید، وروسته موټرله سړک غاړي سره ټکر و کړ او اور يي واخیست چې له دې سره یو شمیر خپل ژوند له لاسره ورکړ او ځینې نور ټپیان شول.»

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له ایراني چارواکو د یادې پيښې د جدي پلټنې غوښتنه کړې. د وزارت په اعلامیه کې زیاته شوې چې ایراني چارواکو د افغانستان سفیر ته ډاډ ورکړی چې یاده پيښه به د قانون په رڼا کې و څیړي.

دغه پیښه د افغانستان په د ننه او بهر کې د ګڼو افغانانو غصه راپارولې او غوښتنه يي کړې چې د پیښې عاملین باید د قانون منګولو ته وسپارل شي.

د یادولو ده چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې راپورونه خپاره شوي و چې د ایراني ځواکونو له لوري یو شمیر افغان کډوال د هریرود سیند ته اچول شوي و چې وروسته يي پراخ غبرګونونه رامنځ ته کړل.

 

نورې ليکنې