ایران سفارت مخي ته د افغانانو لاریون. انځور: حزب همبستگی افغانستان
ایران سفارت مخي ته د افغانانو لاریون. انځور: حزب همبستگی افغانستان

په ایران کې د افغان کډوالو د سوځیدو په غبرګون له تیرو دوو ورځو راهیسې د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې لسګونه تنه ځوانانو او د مدني ټولنې غړو د ایران ضد لاریونونه کړي، همدارنګه د بخښنې نړیوال سازمان د دغې پیښې عاملینو ته د محکمې غوښتنه کړې.

لسګونه تنه لاریونوال تیره ورځ د غبرګولي په ۱۸ مه  په کابل او هلمند ولایتونو او نن دوشنبه په هرات کندهار او ننګرهار ولایتونو کې د ایران ضد شعارونو ورکول او د ایران په یزد ښار کې د افغان کډوالو د موټر سوځولو د پیښې عاملینو ته يي د سزا غوښته کوله.

تیره اونۍ د ایران په یزد ښار کې د ایراني پولیسو له ډزو وروسته یو موټر چې ۱۲ تنه کډوال يي لیږدول اور واخیست چې وروسته بیا ۳ تنه افغانان پکې خپل ژوند له لاسه ورکړ او یو شمیر نور ټپیان شول.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تیره ورځ د یوې اعلامیې په خپرو وویل ایراني چارواکو منلي چې امنیتي ځواکونو يي پر دغه موټر ډزې کړي.

په خواله رسنیو کې د یادې پیښې په تړاو په خپره شوې ویډیو کې له یوه موټره د اور لمبې پورته کیږي چې د موټر ترشا یو تن پکې د سوځیدو په حالت کې ښکاري. دغه ویډیو په کور دننه او بهر کې د افغانانو تند غبرګونونه را پارولي دي.

د ایران په یزد ښار کې له ټپیانو او د دوې له کورنیو  سره د افغانستان د سفیر لیدنه. انځور: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت

د مدني ټولنې یو شمیر فعالانو تیره ورځ په کابل کې د ایران سفارت مخې ته راټول شوي او یاده پیښه يي په کلکو ټکو وغندل، لاریونوال د اعتراض په ډول د سفارت دروازو ته رنګو وشیندل.

همدارنګه په هرات، ننګرهار او کندهار کې هم نن د ایران حکومت پر ضد لسګونه ځوانان د اعتراض په ډول راټول شوي و او یاده پیښه يي یوه بشري جنایت بللې او د پیښې عاملینو لپاره يي د سزا غوښتنه کړې. 

د بخښنې نړیوال سازمان بیا په ایران کې د افغان کډوالو د سوځیدو پیښې عاملینو لپاره د محکمې غوښتنه کوي. د دغه سازمان د جنوبي آسیا څانګې محقق زمان سلطاني په دې اړه د ژورې اندیښنې په څرګندولو سره نن مهاجر نیوز سره په مرکه کې وویل: « په دې تړاو د ایران حکومت لخوا باید اغیزمن او بې طرفانه څیړنه وشي او د پیښې عاملین عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.» 

دغه سازمان د قربانیانو کورنیو لپاره د عدالت غوښتنه کوي.

ایراني چارواکي بیا وايي چې د انساني قاچاقچیانو یو موټر يي په نښه کړی دوې د پیښې په تړاو انساني قاچاقچیان ګرم بولي او د پیښې په تړاو د څیړنې ډاډ ورکوي.

د یادولو ده چې په ایران کې شاوخوا ۳ میلیونه اسناد لرونکي او بې اسناده کډوال میشت دي چې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په خبره ګڼ شمیر يي خپلو لومړنیو حقونو ته لاسرسۍ نه لري.


 

نورې ليکنې