مدیترانې سمندر کې د سي واچ کښتۍ. کريډيټ:سى واچ
مدیترانې سمندر کې د سي واچ کښتۍ. کريډيټ:سى واچ

د «سي واچ» په نوم د آلمان غیر دولتي سازمان خبر ورکړی چې د لیبیا په سواحلو کې يي له یوې مودې جبري وقفې وروسته اوس یو ځل بیا د کډوالو د ژغورنۍ په موخه هوایي او سمندري عملیات بیرته پیل کړي.

دغه سازمان د شنبې په ورځ (د جون ۶ مه) په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي: « نن زمونږ د« Moonbird» په نوم چورلکه له یوې میاشتنۍ جبري درولو وروسته پرواز کوي، مونږ خوشاله یو چې په سمندر او هوا کې خپل د ژغورنې عملیات پیلوو.»

همدارنګه یاد سازمان د تیرې شنبې په ورځ خبر ورکړی و چې له درې میاشتو ځنډ وروسته د« سي واچ ۳» په نوم کښتۍ دلیبیا سواحلو په شمال کې د لټون او ژغورنې سیمې ته روان شوی چیرته چې بیړنۍ اړتیا ده.                             

دغه کښتۍ د فبرورۍ میاشتۍ په وروستیو کې د ۲۰۰ کډوالو له ژغورلو وروسته د کرونا وېروس له امله د ایټالیا په یوه بندر کې بنده پاتې وه، اوس د قرنطین شرایطو له نرمښت وروسته یو ځل بیا د مدیترانې سمندر ته راستنه شو.

د کډوالو د ژغورنې په موخه دغه ګامونه د «الارم فون پلټفورم» کډوال پلوه سازمان له هرکلي سره مخامخ شوی.

الارم فون غیر دولتي سازمان په خپله ټویټر پاڼه کې د دغه ګام په غبرګون کې دخوښۍ په څرګندولو سره لیکلي: «د لټون او ژغورنې سیمې ته ښه راغلاست! تیرو اونیو کې چې په مرکزي مدیترانه کې د کډوالو تګ راتګ ډیر و تاسې مو ډیر یادوه.

د کډوال نړیوال سازمان (IOM) په وینا د لیبیا څخه د کډوال راتګ زیات شوي چې عمده دلیل يي په سیمه کې د شخړو زیاتوالي او د بشر دوستانه وضعیت خرابیدل دی.

د سي واچ سازمان اعلان کړی چې د سی واچ ۴«په مدیترانه کې تر ټولو لوی ژغورنې کښتۍ»هم په راتلونکو اونیو کې له ترمیم وروسته د کډوالو د ژغورنې په موخه خپل عملیات پیلوي.

د ۲۴ ساعتو لپاره ارام خونه او یو عصری طبي مرکز په لرلو سره چې د ژغورونکو ته لومړنۍ بیړنۍ خدمات وړاندی کوی. سی واچ ۴ «په مدیترانه کې د ژغورنې تر ټولو لویه کښتۍ ده.»

 

نورې ليکنې