پاکستان خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو کیمپ. انځور: جرنیل پښتون
پاکستان خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو کیمپ. انځور: جرنیل پښتون

د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي چې په ایران، پاکستان او ترکیه کې ۱۴۰ تنه افغانان د کرونا ویروس له امله خپل ژوند بایللی او ګڼ شمیر نور پر دغه ناروغۍ اخته دي.

د دغه وزارت مطبوعاتي سلاکار سید عبدالباسط انصاري نن سه شنبه د جون په ۹ مه مهاجر نیوز سره په خپرو کې وویل:« هغه معلومات چې له پاکستان، ایران او ترکيي څخه د کډوالو د اتشو لخوا مونږ ته رارسیدلي په ټولیز ډول ۱۴۰ تنه افغانان په دغو هیوادونو کې د کرونا ویروس له امله مړه شوي چې د مړو شمیر په ایران کې ډیر دی.»

انصاري وايي چې د مړه شویو له ډلې ۱۲۵  تنه يي یوازې په ایران او پاتې نور يي په پاکستان او ترکیه خپل ژوند بایللی.

د کډوالو چارو وزارت سلاکار په ایران کې د تدابیرو په اړه وویل چې د اروپايي ټولنې له لوري ۱۳ میلیونه یورو دغه هیواد کې د افغان کډوالو د روغتیا او زده کړې لپاره مرسته شوې چې د دغو مرستو یوه لویه برخه د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه مصرفیږي.

سرچنیه زیاتوي چې په مرستو کې روغتیايي او د کرونا ویروس د مخنیوي توکي لکه دستکش، ماسک، د عفوني ضد توکي او نور اړین وسایل شاملیږي.


پاکستان کې د افغان ځوانانو لخوا د کرونا د مخینوي کمپاین

د پاکستان خیبر پښتونخوا هغه ایالت دی چې پاکستان کې د ټولو افغان کډوالو شاوخوا ۷۰۰ زره تنه پکې میشت دي. دغه افغان کډوال وايي چې کرونا يي پر ژوند ناوړه اغیز کړی.

په خیبر پختونښوا کې د افغان کډوالو د اتشې دفتر په وینا تردې مهال ۹ تنه افغانان په دغه ایالت کې د کرونا له امله خپل ژوند له لاسره ورکړی چې د مړو شویو عمرونه له ۴۰ کلونو ډیر او یوه ښځه هم پکې شامله ده.

جرنيل پښتون ۲۸ کلن افغان مدني فعال دی چې په پاکستان کې زیږیدلی او اوسمهال مانسهره کې د خاکې په نوم د کډوالو کیمپ کې اوسیږي. هغه د سیمې د ۶ نورو ځوانانو سره یوځای د کرونا ویروس د مخنیوي په اړه کډوالو ته عامه پوهاوی ورکوي.

جرنیل پښتون نن سه شنبه مهاجر نیوز سره په خبرو کې وویل : « د خپلې سیمې ۳۵ جوماتو او کلیو کې مونږ کور په کور ورځو او د کرونا ویروس د ضرر په اړه خلکو ته پوهاوی ورکوو، مونږ د هر کلي د مشر او ملاامام په مشورې کورنیو سره ګورو او ترې غوښتنه کوو چې ټولنیز واټن وساتي، د واده د مراسمو، خیراتونو او فاتحو څخه ډ ډه وکړي او ټولنیزې اړیکې محدودې کړي.»

دمدني فعالانو دغه ډله تر دې مهاله له کرونا ویروس څخه اغیزمنو ۵۵۰ کورنیو ته د یو شمیر سوداګرو په مرسته خوراکي توکي ویشلي.


د چارواکو تدابیر

په خیبر پښتونخوا کې د کډوالو د اتشې مسول عبدالحمید جلیلي له مهاجر نیوز سره په خبرو کې نن وویل د افغانستان د سفارت په همکارۍ يي یوه روغتیايي کمیټه رامنځ ته کړې چې د کرونا ویروس د مخنیوي په برخه کې له کډوالو کورنیو سره مرسته وکړي.

سرچینه وايي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ په همکارۍ له کرونا ویروس څخه اغیزمنو افغانانو هرې کورنۍ سره د ۱۲ زره پاکستاني کلدارو نغدي مرسته کیږي.

جلیلي وايي په لومړي ګام کې دغه مرستې له ۳۶ زره کورنیو او ورسته بیا له ۱۰۰ زره نورو کورنیو سره تر سره کیږي.

د یادولو ده چې پاکستان د افغانستان هغه ګاونډ هیواد دی چې شاوخوا ۲،۵ میلیونه افغان کډوال پکې د کډوالۍ شپې او ورځې تیروي.


 

نورې ليکنې